تازه خبرونه
بیات بنیاد له پروان پوهنتون سره د با کیفیته څوکيو او خیمو مرسته وكړه
بیات بنیاد تېر کال د پوهنتونونو لپاره د کتابونو او ارینو وسایلو د وېش طرحه جوره کره.د دی طرحې له مخې تر اوسه دې بنسټ د هېواد له يو شمېر پوهنتونونو سره اړینې مرستې ترسره کرې دي.
د دې مرستو په دوام بیات بنیاد دا حل د پروان پوهنتون محصلینو ته با کیفیته او معیاری څوکۍ ورکری.
د پروان پوهنتون چارواكي وایي، چی د لوړو زدکرو وزارت په دی پوهنتون کی انساني کیفیت لوړ کر؛ خو د هغې لپاره يې د سم ظرفیت جوړونه نه ده کرې.
هغوی په دی برخه کې له بیات بنیاد څخه د بېرنۍ مرستې غوښتنه کرې وه، چې د دې اړتیا په پام کی له نیولو سره د دوه اوونیو په ترڅ کې ورسره د باکیفیته او معیاري څوکيو او خیمو مرسته وشوه.
د بیات بنیاد مرستیال حاجی اسماعیل خان د دې مرستو د وېش پر مهال وویل، چې:
بیات بنیاد د پروان پوهنتون د بشپړتيا او د شته ستونزو د حل لپاره نورو ډېرو مرستو ته ژمن دی.
د دې پوهنتون استاد د کتور سید نورمحمد عابدی له بیات بنیاد څخه د قدردانی او مننی ترڅنگ وويل:
د بيلت بنياد مرستې له پروان پوهنتون سره ډېرې مهمې دي.
د دې پوهنتون محصلین هم د بیات بنیاد له بشپړې پاملرنې خوښې څرگندوي.
بیات بنیاد له هغو بنستونو څخه دى، چې تراوسه یې د پوهنې او لوړو زدکرو په برخه کې زیات بنستیز کارونه کړي او دا بهیر اوس هم روان دى.