تازه خبرونه

بیات بنیاد له کابل امبولانس سره د پېنځه زره لېټر تېلو مرسته وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۸, ۱۴۰۰)

د بیات بنیاد مسوولین د دې هڅې موخه د کابل امبولانس فعال ساتل بولي.

له څه وخت راپدیخوا د تېلو نشتون له کبله د کابل امبولانس خدمات درېدلي وه.

بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسمعیل خان وایي؛ بیات بنیاد او افغان بې سیم مخابراتي شرکت له کابل امبولانس سره د تېلو مرسته وکړه. موخه مو دا ده، چې د کابل امبولانس خدمتونه روان وساتل شي.

د کابل امبولانس مسوولینو په اوسنیو شرایطو کې د بیات بنیاد دا مرسته پخپل وخت، مهمه، ارزښتناکه او ګټوره بولي.

د کابل امبولانس استازي ویلي؛ بیات بنیاد په دې حساس وخت کې د ۵۰۰۰ لېټر تېل مرسته کړې او دا همکاري یې هم د درناوي وړ ده. دغه راز له نورو خیریه بنسټونو هم غواړو، چې ورته مرستې ترسره کړي.

د یادونې ده، چې د هېواد په بازارونو کې هر لېتر تېل په دوه اویا افغانیو پلورل کیږي. په داسې حال کې ده، چې له څو ورځو راپدیخوا د کابل امبولانس خدمات د تېلو نشتون له کبله درېدلي وه.  

Trending

Exit mobile version