تازه خبرونه

بیات بنیاد په بامیان ولایت کې له اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۶, ۱۴۰۰)

د بیات بنیاد مسوولینو ويلي؛ په بامیان ولایت کې یې له سلګونه اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

چارواکو زیاته کړې؛ په دې مرستو کې اوړه، وریجې او غوړي شته، چې له سروی وروسته پر اړمنو کسانو ووېشل شول.

د بيات بنياد مرستيال حاجي محمد اسماعيل وایي: په دې مرستو کې اوړه، وريجې او غوړي شامل دي او پر يو شمېر بېوزلو او مستحقو کورنيو ووېشل شول.

د دغو مرستو اخيستونکي د مرستو د بستو له ترلاسه کولو خوښ دي او وايي، چې مرستې يې پخپل وخت ترلاسه کړې دي.

د باميان اوسېدونکې زينب وایي: له بيات بنياد څخه مننه، مونږ د دې مستحق يو او له دغه بنسټ څخه مو مرسته ترلاسه کړه.

د باميان يوې بلې اوسېدونکې نادرې ویلي: مونږ له بيات بنياد مننه کوو، چې د ژمي په دې ساړه موسم کې يې له خلکو سره مرسته کړې ده.

د باميان يوه اوسېدونکي محمد حسين څرګنده کړې: بيات بنياد له مونږ سره مرسته کړې او مونږ خوښ يو او هيله لرو، چې په راتلونکي کې هم له مونږ سره مرسته وکړي.

بیات بنیاد له دې مخکې د هېواد په جنوب، ختیځ او لویدیځ کې پر اړمنو کورنیو خپلې ژمنۍ مرستې وېشلې دي.

Trending

Exit mobile version