بلخ @ps

بیات بنیاد په جوزجان ولایت کې پر اړو کسانو د ژمي مرستې ووېشلې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

بیات بنیاد په جوزجان ولایت کې پریو شمېر هغو اړو کورنیو، چې نه یوازې جګړو ځپلي، بلکې طبعیي افتونو هم له خپلو سیمو بې ځایه کړي؛ خپلېژمنۍ مرستې وویشلې.

د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل وايي،چې د بنیاد مرستې له کابل څخه پیل شوې او په ولایتونو کې به روانې وي.

یو شمېر کورنۍ،چې د ژمي په ساړه موسم کې له ډېرو ستونزو سره مخ وې؛د بیات بنیاد د مرستو د ترلاسه کولو پر مهال یې وویل،چې لهدې وړاندې هیچا ورسره مرستې نه دي کړي.

امیر محمد نومی له مرستندویه بنسټونو غواړي،چې له دغو بې ځایه شویو سره مرستې تر سرهکړي.

بیات بنیاد د جوړښت له پیل راهیسې په بېلا بېلو فصلونو کې پراړو او مستحقو کسانو مرستې وېشل او دا بهیر یې سږکال هم روان ساتلی دی.

د بیات بنیاد په ژمنیومرستو کېخوراکي توکي، البسه او د ماشومانو لپاره د خوارځواکۍ ځواکمنخواړه شامل دي، چېوېش یې په کابل او نورو ولایتونو کې روان دی.

Trending

Exit mobile version