پرمختګ او بشپړتیا

بیات بنیاد په غور ولایت کې له ۱۰۰ اړو كورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

بيات بنياد وايي،په غور ولايت كې پر سل اړو كورنيو، چې مرستو ته یې اړتیا وه؛ خوراكي توكي ووېشل شول.

په هرات كې د بيات بنياد استازى احمد الله حبيبي وايي، دا د هغو مرستو لړى ده، چې بيات بنياد يې هركال له اړو كورنيو سره پيلوي.

د نوموړي په وینا؛ د مرستو دا لړۍ به ډېر ژر نورو ولايتونو ته هم وغزول شي.

 

په غور ولایت کې د بې ځايه شويو كورنیو استازى محمد ناصر غوري وايي،د غور خلك له ناوړه حالت سره مخ دي.

هغه له نورو مرستندويه بنسټونو هم غوښتي، چې په ژمې كې له اړو خلكو سره بيړنۍ مرستې تر سره كړي.

په غور كې بې ځايه شوې كورنى، چې مرسته يې ترلاسه كړې ټينګار كوي، چې جګړه د دوى د بې ځايه كيدو لامل دى او په دې موده كې له بيات بنياد پرته نوره مرسته ورسره نه ده شوې.

بيات بنياد هركال د بيارغونې، پوهنې، ورزش، فرهنګ او د مور و ماشوم د روغتیا په برخو كې د مرستې ترڅنګ په ژمې كې د هېواد په بېلابېلو برخو كې د بېړنيو مرستو لړى پيلوي او خپلې راټولې شوې مرستې وېشي.

د بيات بنياد مسوولين وايي، په راتلونكیو څو ورځو كې به د لوديځ زون په نورو سيمو كې هم مرسته ووېشل شي.

Trending

Exit mobile version