تازه خبرونه

بیات بنیاد په میدان وردګ کې د یوه روغتیايي مرکز د بیا رغونې او تجهیز چارې بشپړې کړې

د بیات بنیاد چارواکو ويلي، چې دا نوښت په افغانستان کې د عامه ګټو پروژو د پلي کولو لپاره د د دې بنسټ د ژمنو یوه برخه ده.

Published

on

Last Updated on: وږی ۳, ۱۴۰۴

بیات بنیاد د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې یو روغتیايي مرکز ورغاوه او پر عصري طبي تجهیزاتو یې سمبال کړی دی.

د بیات بنیاد چارواکو ويلي، چې دا نوښت په افغانستان کې د عامه ګټو پروژو د پلي کولو لپاره د د دې بنسټ د ژمنو یوه برخه ده.

دوی ټینګار کړی، چې د هېواد له وګړو سره د بیات بنیاد مرستې په ځانګړي توګه د روغتیا په برخه کې به روانې وساتل شي.

د بیات بنسټ مرستیال حاجي محمد اسماعیل د آبطله روغتیايي مرکز د پرانستې په مراسمو کې ویلي: “د خپلو بشري فعالیتونو له پیل راپدېخوا بیات بنیاد تل هڅه کړې، چې د افغانستان د درنو خلکو تر څنګ ودریږي؛ که هغه د زده‌کړې او یا د پرمختیایي پروژو، روغتیا او درملنې په برخو کې وي. بیات بنیاد په راتلونکي کې د افغانستان د شریفو خلکو لپاره په بېلابېلو سکټورونو کې د نورو پروژو پلي کولو ته هم ژمن دی.”

دغه راز د افغان بېسیم مخابراتي شرکت چارواکو ويلي، چې دوی هم په هېواد کې د عامه خدماتو وړاندې کولو ته ژمن دي او دا بهیر به روان وي.

د افغان بېسیم اجرائیوي رییس علي‌الله سروري وایي: ” پر مخابراتي خدماتو سربېره هرچېرې، چې خلک ورته اړتیا لري او زمونږ وس کیږي؛ ان شاء‌الله مونږ تل ستاسې په خدمت کې یوو او پر هیچا هم احسان نه‌کوو. مونږ دا خپل مسوولیت ګڼو.”

د دې روغتیایي مرکز پر پرانستلو سربېره، بیات بنسټ یو شمېر خوارځواکه ماشومانو ته ځانګړي خوراکي مرستې هم ووېشلې.

سیمه‌ییزو چارواکو، قومي مشرانو او د جغتو ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکو د دې بشردوستانه اقدام ستاینه وکړه او وایي، چې دا مرکز د خلکو روغتیایي اړتیاوې پوره کوي.

ناروغ لرونکي حبیب الرحمن نومي ویلي: “مونږ له دې کار څخه ډېر خوښ یوو. هر کله، چې مو ناروغ لرلی؛ دې کلینیک ته راځو. ډاکټران یې هم ښه چلند کوي.”

دغه راز یوې ناروغ لرونکې ملالۍ ویلي: “دا کلینیک درملنه کوي، درمل ورکوي او بسترونه هم لري. مونږ رښتیا هم خوشحاله یوو.”

آبطله د جغتو ولسوالۍ یوه لرې پرته او بې‌برخې سیمه ده؛ خو په دې روغتیايي مرکز کې د غزني ولایت د ناور او رشیدان ولسوالیو ناروغان هم تر درملنې لاندې نیول کیږي او له روغتیايي خدماتو ګټه پورته کوي.

د دې مرکز ډاکټر احسان الله فاروقي وایي: “دا مرکز د خلکو د روغتیايي ستونزو لویه برخه حل کوي؛ د درې ولسوالیو ترمنځ پروت دی او د دې ولسوالیو ناروغان کولی شي دلته مراجعه وکړي.”

بیات بنیاد په افغانستان کې تل له بېخبنايي، ښوونیزو او روغتیا پروژو ملاتړ کړی او له مخکښو خیریه بنسټونو څخه دی، چې د خلکو د ژوند ښه‌کولو لپاره د اغېزمنو هڅوو ترسره کولو ته ژمن دی.

Trending

Exit mobile version