تازه خبرونه

بیات بنیاد په وردګ ولایت کې له سیلاب ځپلیو سره مرسته وکړه

Published

on

(Last Updated On: تله ۲, ۱۳۹۹)

بیات بنیاد په میدان وردګ ولایت کې له سیلاب ځپلیو سره د وریجو، غوړيو، اوړو، مکروني او د اړوند نورو خوراکي توکو مرسته وکړه.

بیات بنیاد په هېواد کې د وروستیو سیلاب ځپلیو کورنیو سره د مرستو په لړ کې دا ځل په وردګ ولایت کې له ګڼو زیانمنو کورنیو سره مرسته وکړه.

د بیات بنیاد مسوولینو ویلي، چې په دې مرستو کې  وریجي، اوړه، غوړي او مکروني پر زیانمنو کورنیو ووېشل شول.

د بیات بنیاد مرستیال حاجې محمد اسمعیل ويلي، چې د دغه بنسټ مرستې هر وخت د هېوادوالو لپاره چمتو دي. مونږ نن د میدان وردګ ولایت سیلاب ځپلیو ته اوړه، غوړی او وریجې ووېشلې.

د بیات بنیاد فرهنګي سلاکار احسان الله آرینزي ویلي، چې څو ورځې مخکې مونږ د پروان ولایت له سیلاب ځپلیو سره مرسته وکړه او دادي نن په میدان ښار کې یو او هغو کورنیو ته، چې د بهسود، نرخ، چرخ او سید آباد ولسوالیو راغلي؛ د بیات بنیاد مرستې وېشل کیږي.

دوی زیاته کړې، چې په نورو ولایتونو کې به هم له اړو کورنیو سره  دغه ډول مرستې تر سره شي.

د میدان وردګ ولایت چارواکو او اړو کسانو د بیات بنیاد له مسوولینو مننه وکړه، چې له سیلاب ځپلیو کورنیو سره یې د پام وړ مرسته کړې ده.

 دا په داسې حال کې ده، چې په وردګ ولایت کې جګړو هم زور اخیستی او په دې وروستیو کې جګړه د دې ولایت د مرکز ميدانښار تر څنډو را رسیدلې او پر وروستیو سیلابونو سربېره جګړې هم سلګونه کورنۍ زیانمنې کړې دي.

د وردګ ولایت د مقام مالي رييس محمد یعقوب ولسمل د بیات بنیاد له مرستو د مننې ترڅنګ له نورو بنسټونو هم غوښتنه وکړه، چې له دغو زیانمنو کورنیو سره مرستې وکړي.

هغو کورنیو، چې د بیات بنیاد مرستې یې تر لاسه کړي؛ له بیات بنیاد څخه پر مننه سربېره یې پر نورو بنسټونو هم غږ وکړ، چې له اړو کورنیو سره ورته مرستې وکړي.

بیات بنیاد له شاوخوا پېنځلس کلونو راپدیخوا په هېواد کې پر اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشي او د ژوندانه د لومړنیو اړینو توکو مرستې ورسره کوي او په بېړنیو حالاتو کې تر نورو مرستندویه بنسټونو لومړی ګام اوچتوي.

 

Trending

Exit mobile version