تازه خبرونه

بیات بنیاد په پکتیا کې له سلګونه اړو کورنیو سره مرسته وکړه

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۸, ۱۴۰۰)

د بیات بنیاد مرستیال ويلي، چې په پکتیا ولایت کې له سلګونه اړو کورنیو سره د اوړو، وریجو، او غوړيو مرسته وشوه.

د بيات بنياد مرستيال حاجي محمد اسماعيل وایي؛ په دې مرستو کې اوړه، وريجې او غوړي شته، چې پر مستحقو او بې ځايه شويو کورنیو ووېشل شول.

حاجي محمد اسماعیل زیاته کړې: مونږ د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ته راغلي یوو. د اوړو، وریجو او غوړیو په ګډون یو شمېر توکي پر یو شمېر مستحقو او بې ځایه شویو کسانو وېشو، چې نوملړ یې د بیات بنیاد له خوا ترتیب شوی دی.

هغه زیاته کړې: زمونږ مرستې په بېلابېلو ولایتونو کې روانې دي.

د بیات بنیاد مسوولینو ويلي، دغه مرستې به د ژمي په روانو یخو شپو او ورځو کې نورو هغو ولایتونو ته هم ولېږدول شي، چې خلک ورته اړتیا لري.

هغو کورنیو، چې د بیات بنیاد مرستې یې ترلاسه کړي؛ خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو غواړي، چې د ژمي په دې سختو او یخو ورځو کې له اړو کورنیو سره مرستې وکړي.

د مرستې یو ترلاسه کونکی وایي: زه له بیات بنیاد څخه ډېره مننه کوم.

په تېرو وختونو کې بیات بنیاد د پکتیا ولایت له اړمنو اوسیدونکیو سره د پام وړ مرستې کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې بيات بنياد د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو، د جوماتونو، روغتيايي مرکزونو او ښوونځيو په جوړولو کې د پام وړ مرستې کړې دي.

 

Trending

Exit mobile version