تازه خبرونه

بیات بنیاد په کابل کې له یتیمانو سره مرسته وکړه

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۱, ۱۴۰۰
بیات بنیاد د شنبې پر ورځ د کابل ښار له اړمنو سره د خپلو مرستو په لړ کې د علاوالدین او “تهیۀ مسکن” مرستونونو له ماشومانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

د بيات بنياد مرستيال حاجي محمد اسمعيل خان ويلي؛ په دې مرستو کې اوړه، وريجې، غوړي، لوبيا او نخود شته، چې د ماشومانو لپاره د اړتيا وړ غذايي توکو په برابرولو کې مرسته کوي.

حاجي اسمعيل خان وایي: په مرسته شويو خوراکي توکو کې لوبيا، نخود، اوړه او وريجې شته. دا مرستې  د ژمي لپاره د آسانتیاوو د برابرولو په موخه پر لار اچول شوې، چې بې کوره ماشومان د ژمي پر مهال ترې ګټه پورته کړي.

د مرستونونو چارواکي د بیات بنیاد له مرستو د خوښۍ په څرګندولو سره وايي، چې دغه بنیاد له دې وړاندې هم د مرستون نورو ستونزو ته هم رسیدنه کړې.

د کابل مرستون مسوولین د بیات بنیاد له مرستو خوښي څرګندوي او وايي، چې بیات بنسټ له تېرو وختونو راپدیخوا په بېلابېلو برخو کې د خلکو ستونزو ته پاملرنه کړې ده.

د علاءالدین مرستون استازی وایي: دا لومړی ځل ندی، چې بیات بنیاد دغه مرسته کوي، په تېر کې که د خوراکي توکو او جامو په برخه کې او یا هم د څاګانو کیندلو په ټولو برخو کې مرسته کړې ده او له کوم بدلون پرته یې یتیمانو او یتیمانو ته بسپنه ورکړې ده.

د علأالدین په مرستون کې بې سرپرسته ماشومان د بیات بنسټ له مرستو خوښي څرګندوي.

یوه ماشوم ویلي، مونږ د بیات بنیاد څخه مننه کوو، چې په دې سخت حالت کې یې له مونږ سره مرسته وکړه.

يو بل ماشوم عبيدالله زياته کړې: “له بيات بنياد څخه ډېره مننه، چې له مونږ سره يې دومره خوراکي مرسته وکړه.

بیات بنیاد هر کال په ټول افغانستان کې اړمنو کسانو ته بشري مرستې برابروي او د ژمي په رانږدې کېدو سره یې مرستې زیاتېږي.

Trending

Exit mobile version