تازه خبرونه
بیات بنیاد په کونړ کې لسګونو اړمنو کورنیو ته ژمنۍ مرستې وېشلې
د بیات بنیاد د بشردوستانه مرستو په لړ کې د کونړ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ د دې بنسټ له مرستو برخمنې شوې.
د بیات بنیاد مسوولین وايي؛ په دغو مرستو کې خوراکي او ژمني جامې شته، چې له یوې سروې وروسته پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.
د کونړ ولایت د شيګل ولسوالۍ په موڼي کلي کې د بيات بنياد له لوري ژمنۍ مرستې ترسره شوې، چې په کې اوړه, غوړي، وريجې او يو شمېر ژمني توکي شته دي.
د دغه بنسټ مرستیال حاجي محمد اسمعیل وايي؛ دغه کورنۍ يې د يوې رڼۍ سروې له مخې مستحقې ګڼلي او د مرستو دا بهیر به په نورو ولایتونو کې هم روان وي.
د دغو مرستو ترلاسه کوونکي له بیات بنیاد څخه د مننې ترڅنګ له نورو مرستندویه بنسټونو هم غوښتنه کوي، چې په دې سختو شرایطو کې له اړمنو کورنیو سره مرسته وکړي.
د يادونې وړ ده، چې په تېره يوه مياشت کې له پاکستان څخه د جبري راستنېدونکیو په ګډون زرګونو بېوزله خلکو د بيات بنياد له دغو مرستو څخه ګټه پورته کړې ده.