سیمه ییز خبرونه
بیات رسنيز مرکز، چی په پرمختللې تكنالوژۍ سمبال شوى دی خپل فعالیت پیل کړ
په كابل كې د رسنيو لومړني لوى مركز فعاليت پېل كړ. د غه مركز د افغان ولسمشر حامد كرزي او د يو شمېر لوړ پوړو چارواكو لخوا پرانيستل شو. د بيات رسنيز مرکز مسئولين وايي، چې د رسنيو دغه مركز په پرمختللې تكنالوژۍ مجهز شوى دى.
بيات رسنيز مرکز، چې د سيمې په كچه بې سارى بلل كېږي او په پرمختللې تكنالوژۍ سمبال شوى دی خپل فعالیت یی پېل کړ.
بيات رسنيز مرکز له پرانيستنې سره سم اريانا خبر ټلويزيونې شبكې هم خپلې خپرونې پېل كړې.
د رسنيو دا لوى مركز د افغان ولسمشر حامد كرزي او يو شمېر جګپوړو چارواكو لخوا پرانيستل شو.
د دغه مركز رئيس سناتور احسان الله بيات وايي، چې دا مركز په ډېره پرمختللې ټكنالوژۍ سمبال شوی دی.
د دغه مركز له پرانيستې سره به اريانا ټلويزيون، اريانا راډيو او د اريانا انټرنټي سايټ په نړيوالو معيارونو خپلې خپرونې پېل كړي.
له دې سره جوخت اريانا خبر ټلويزيونې شبكې هم خپلې خپرونې پېل كړې.
د بيات رسنیز مرکز رئيس همدارنګه وايي، چې له دغه مرکز څخه به د خلكو غږ تر دولت او نړيوالو پورې رسېږي.
بيات رسنيز مرکز په داسې حال كې فعاليت پېل كړ، چې د بيان آزادي په تېرو دولسو كلونو كې يوه لويه لاسته راوړنه بلل كېږي.