Connect with us

تازه خبرونه

بیات پاور په څه کم ۵ کلونو کې یو میلیارډ کیلو واټ ساعت برښنا تولید کړه

دا زړه راکښونکې لاسته راوړنه په تېرو څه د پاسه څلوېښت کلونو کې له طبیعي ګاز څخه د برښنا د تولید لومړنی برښنایي مرکز راپه ګوته او زمونږ د ګران هېواد افغانستان د طبیعي ګازو د پراخو زیرمو ښکارندویي کوي.

خپور شوی

د

د بیات پاور برښنا رسونې خدماتي شرکت مسوولانو ویلي؛ بیات پاور توانېدلی، چې د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې له طبیعي ګاز څخه د صنعتي شرکتونو، روغتونونو، ښوونځیو، جوماتونو، پوهنتونونو او کورونو په ګډون سلګونه زره مشتریانو ته برښنا ورسوي.

بیات پاور شرکت لومړنی هغه دی، چې له طبیعي ګازه برښنا تولیدوي او د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې یې د ګاز له سرچینو څخه بنسټونو او د خلکو کورونو ته رڼا ورسوله.

د دغه شرکت چارواکو ویلي؛ دغه کچه برښنا له لومړي فاز څخه تولید شوې او هڅه کوي، چې د دوه‌یم او درېیم فاز له بشپړېدو سره د برښنا تولید له ۴۰ میګاواټ څخه ۲۵۰ میګاواټ ته لوړ کړي.

د بیات ګروپ لوی مشر ډاکټر احسان الله بیات د څرګندونو له مخې؛ دغه شرکت ویاړي، چې د یو میلیارډ کیلو واټ ساعت برښنا تولیدي لاسته راوړنه اعلانوي.

دا زړه راکښونکې لاسته راوړنه په تېرو څه د پاسه څلوېښت کلونو کې له طبیعي ګاز څخه د برښنا د تولید لومړنی برښنایي مرکز راپه ګوته او زمونږ د ګران هېواد افغانستان د طبیعي ګازو د پراخو زیرمو ښکارندویي کوي.

ډاکټر بیات وایي: دا ستره بریا؛ زمونږ له نه ستړي کیدونکیو هلو ځلو، د برښنا شرکت د محترم مشرتابه، د انرژۍ او اوبو وزارت، د افغان ګاز شرکت عمومي ریاست له بېسارې همکارۍ، ارزښتناکو مرستو او د دې شرکت او ټولو اړوند ارګانونو له ملاتړ او مرستو پرته، شونې نه‌وه.

هغه زیاته کړې؛ دا شرکت له ټولو برخه‌والو له ګډون او مرستې له زړه له کومې مننه کوي.

نوموړي زیاته کړې: راځئ، چې دا اړین پړاو ګډ ونمانځو او د افغانستان روښانه راتلونکي ته هیله من شوو.

دغه راز د برښنا د تولید لپاره د طبیعي ګاز کارول د چاپېریال په ښه کولو کې اغېزمن ګڼل کېږي، چې د کارپوهانو پر باور دا برښنا کولی شي د کاربن ډای اکساید د کمولو ۲۰ سلنه مخه ونیسي.

د بیات پاور شرکت رییس علي قاسمي وايي، بیات ګروپ یوازنی شرکت دی، چې په افغانستان کې له طبیعي ګاز څخه د برښنا د تولید په پروژه کې ۴۵ توربینونه لري، چې دا په نړۍ کې یوه بې سارې هڅه ده.

د بیات پاور شرکت رییس اوسنی وضعیت په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه فرصت بولي او څرګندوي؛ افغانستان په تېرو څو لسیزو کې د سولې او امنیت دا کچه تجربه کړی نده.

علي قاسمي په دې اړه وایي: بیات ګروپ په افغانستان کې تر ټولو ستره خصوصي پانګه‌اچونه کړې او اوسمهال په افغانستان کې له ګاز څخه د برښنا یوازنی برښنایي مرکز اداره کوي، چې تر اوسه یې شاوخوا یو میلیارډ کیلوواټ ساعت برښنا تولید کړې ده. افغانستان پانګونې ته چمتو دی او په دې وروستیو لسیزو کې افغانستان دا سوله او امنیت تجربه کړی ندی.

نوموړي زیاته کړې: افغانستان هغه هېواد دی، چې ۳ میلیارډ وګړو احاطه کړی او شاوخوا ۴۰ میلیونه وګړي په کې پر منځنۍ کچه له ۱۹ کلونو څخه ډېر کم عمره وګړي او ډېر امکانات لري. دا له مونږ سره د يو ځای کېدو او په ځانګړي توګه د انرژۍ په برخه کې د پانګونې لپاره یو ښه وخت دی؛ ځکه، چې افغانستان د ګاز ډېرې پراخه سرچینې لري.

بیات پاور د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې له ګاز څخه د برښنا د تولید لوی او ځانګړی برښنایي مرکز دی، چې د زیمنس SGT A-45 توربین پر کارولو د برښنایي اړتیاوو د پوره کولو او د نړیوال مشارکت لئپاره یوه ښه بېلګه ده.

بیات پاور له افغانستان سره د انرژۍ د خوندیتوب په برخه کې د مرستې او د انرژۍ پر ځان بسیاینې ته د لار اوارولو په موخه رامنځته شوی دی.

د یادونې ده، چې بیات پاور تېر کال د ۲۰۲۳ د آسیا پاور لویه جایزه هم ګټلې ده، چې په کې له ټولو آسیایي هېوادونو څخه د انرژۍ بېلابېلې پروژې د دغې جایزې ګټلو ته نومول شوې وې. دغه جایزه د مالیزیا په مرکز کوالالمپور کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د بیات پاور چارواکو ته ورکړ شوه.

 

نور اړوند خبرونه:

بیات پاور شرکت د آشین پاور ۲۰۲۳ کال ویاړلې جایزه وګټله

بیات پاور له طبیعي ګازه د حرارتي برښنا هڅې پیل کړې

تازه خبرونه

د بي‌بي‌سي راډیويي خپرونې د پرله‌پسې سرغړونو له کبله بندې شوې

د بي‌بي‌سي ویاند هم په ټول افغانستان کې د دې رسنۍ د راډیويي خپرونو بندېدا تائید کړې او څرګندوي، چې د دې موضوع د حل لپاره د اسلامي امارت له چارواکو سره په اړیکه کې دي.

Published

on

 

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د څار رییس صفي‌الله رائد ويلي، په افغانستان کې د بي‌بي‌سي راډیويي خپرونې د« پرله‌پسې سرغړونو» له کبله بندې شوې دي.

د بي‌بي‌سي ویاند هم په ټول افغانستان کې د دې رسنۍ د راډیويي خپرونو بندېدا تائید کړې او څرګندوي، چې د دې موضوع د حل لپاره د اسلامي امارت له چارواکو سره په اړیکه کې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

نړیواله ټولنه دې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره عملي هڅې وکړي – برهم صالح

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۳ز.کال له وروستیو راپدېخوا نږدې اووه میلیون کسان له ګاونډ هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي، چې یو شمېر یې په سختو شرایطو او د خپلې خوښې خلاف بېرته ستانه شوي دي.

Published

on

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مشر برهم صالح له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې افغانستان ته د بېرته راستنېدونکو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۳ز.کال له وروستیو راپدېخوا نږدې اووه میلیون کسان له ګاونډ هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي، چې یو شمېر یې په سختو شرایطو او د خپلې خوښې خلاف بېرته ستانه شوي دي.

برهم صالح د دې ادارې د اجرائیوي کمیټې په غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې بېرته راستنېدونکي له بېوزلۍ، د خدمتونو له محدودیتونو او ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي همدارنګه د افغان نجونو د زده‌کړو او د خپلو هیلو د پوره کولو پر حق ټینګار کړی او له نړیوالو مشرانو یې غوښتي، چې خپلې ژمنې پر عملي اقداماتو بدلې کړي.

هغه ویلي، افغان نجونې د خوبونو او خیالونو غوښتنه نه‌کوي، بلکې داسې فرصتونه غواړي، چې وکولی شي خپلې هیلې او ارمانونه پوره کړي.

دغه راز افغان کارپوهانو ويلي، بېرته راستنېدونکي د خپل ژوند د بیا پیل لپاره کاري فرصتونو او دوامدار اقتصادي ملاتړ ته اړتیا لري.

د دوی پر اند، یوازې لنډمهاله مرستې نه‌شي کولی د دغو کورنیو ستونزې حل کړي.

د اسلامي امارت چارواکو بېرته راستنېدونکو ته د کار او زده‌کړو د فرصتونو پر برابرولو، د بشري مرستو پر اړتیا او له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

نړیوالې ټولنې د بدیل معیشت په برخه کې له بزګرانو سره اړینې مرستې نه‌دي کړي- امیرخان متقي

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه موضوع د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي ټوماس فریلیسن سره د امیرخان متقي په لیدنه کې وړاندې شوې ده.

Published

on

 

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ويلي، نړیوالې ټولنې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان د لاسته‌راوړنو د ملاتړ لپاره له بزګرانو سره د بدیل معیشت په برخه کې اړینې مرستې نه‌دي کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه موضوع د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي ټوماس فریلیسن سره د امیرخان متقي په لیدنه کې وړاندې شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د امنیتي وضعیت، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او یو شمېر بشري او سیاسي موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

فریلیسن د امنیت د ټینګښت او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت لاسته‌راوړنې ستایلې او څرګندوي، چې د افغانستان د امنیت ټینګښت او د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه د اروپايي ټولنې د رسمي دریځ یوه برخه ده.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې اروپايي ټولنه به هڅه وکړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!