تازه خبرونه
بیات پاور په څه کم ۵ کلونو کې یو میلیارډ کیلو واټ ساعت برښنا تولید کړه
دا زړه راکښونکې لاسته راوړنه په تېرو څه د پاسه څلوېښت کلونو کې له طبیعي ګاز څخه د برښنا د تولید لومړنی برښنایي مرکز راپه ګوته او زمونږ د ګران هېواد افغانستان د طبیعي ګازو د پراخو زیرمو ښکارندویي کوي.
د بیات پاور برښنا رسونې خدماتي شرکت مسوولانو ویلي؛ بیات پاور توانېدلی، چې د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې له طبیعي ګاز څخه د صنعتي شرکتونو، روغتونونو، ښوونځیو، جوماتونو، پوهنتونونو او کورونو په ګډون سلګونه زره مشتریانو ته برښنا ورسوي.
بیات پاور شرکت لومړنی هغه دی، چې له طبیعي ګازه برښنا تولیدوي او د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې یې د ګاز له سرچینو څخه بنسټونو او د خلکو کورونو ته رڼا ورسوله.
د دغه شرکت چارواکو ویلي؛ دغه کچه برښنا له لومړي فاز څخه تولید شوې او هڅه کوي، چې د دوهیم او درېیم فاز له بشپړېدو سره د برښنا تولید له ۴۰ میګاواټ څخه ۲۵۰ میګاواټ ته لوړ کړي.
د بیات ګروپ لوی مشر ډاکټر احسان الله بیات د څرګندونو له مخې؛ دغه شرکت ویاړي، چې د یو میلیارډ کیلو واټ ساعت برښنا تولیدي لاسته راوړنه اعلانوي.
دا زړه راکښونکې لاسته راوړنه په تېرو څه د پاسه څلوېښت کلونو کې له طبیعي ګاز څخه د برښنا د تولید لومړنی برښنایي مرکز راپه ګوته او زمونږ د ګران هېواد افغانستان د طبیعي ګازو د پراخو زیرمو ښکارندویي کوي.
ډاکټر بیات وایي: دا ستره بریا؛ زمونږ له نه ستړي کیدونکیو هلو ځلو، د برښنا شرکت د محترم مشرتابه، د انرژۍ او اوبو وزارت، د افغان ګاز شرکت عمومي ریاست له بېسارې همکارۍ، ارزښتناکو مرستو او د دې شرکت او ټولو اړوند ارګانونو له ملاتړ او مرستو پرته، شونې نهوه.
هغه زیاته کړې؛ دا شرکت له ټولو برخهوالو له ګډون او مرستې له زړه له کومې مننه کوي.
نوموړي زیاته کړې: راځئ، چې دا اړین پړاو ګډ ونمانځو او د افغانستان روښانه راتلونکي ته هیله من شوو.
دغه راز د برښنا د تولید لپاره د طبیعي ګاز کارول د چاپېریال په ښه کولو کې اغېزمن ګڼل کېږي، چې د کارپوهانو پر باور دا برښنا کولی شي د کاربن ډای اکساید د کمولو ۲۰ سلنه مخه ونیسي.
د بیات پاور شرکت رییس علي قاسمي وايي، بیات ګروپ یوازنی شرکت دی، چې په افغانستان کې له طبیعي ګاز څخه د برښنا د تولید په پروژه کې ۴۵ توربینونه لري، چې دا په نړۍ کې یوه بې سارې هڅه ده.
د بیات پاور شرکت رییس اوسنی وضعیت په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه فرصت بولي او څرګندوي؛ افغانستان په تېرو څو لسیزو کې د سولې او امنیت دا کچه تجربه کړی نده.
علي قاسمي په دې اړه وایي: بیات ګروپ په افغانستان کې تر ټولو ستره خصوصي پانګهاچونه کړې او اوسمهال په افغانستان کې له ګاز څخه د برښنا یوازنی برښنایي مرکز اداره کوي، چې تر اوسه یې شاوخوا یو میلیارډ کیلوواټ ساعت برښنا تولید کړې ده. افغانستان پانګونې ته چمتو دی او په دې وروستیو لسیزو کې افغانستان دا سوله او امنیت تجربه کړی ندی.
نوموړي زیاته کړې: افغانستان هغه هېواد دی، چې ۳ میلیارډ وګړو احاطه کړی او شاوخوا ۴۰ میلیونه وګړي په کې پر منځنۍ کچه له ۱۹ کلونو څخه ډېر کم عمره وګړي او ډېر امکانات لري. دا له مونږ سره د يو ځای کېدو او په ځانګړي توګه د انرژۍ په برخه کې د پانګونې لپاره یو ښه وخت دی؛ ځکه، چې افغانستان د ګاز ډېرې پراخه سرچینې لري.
بیات پاور د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې له ګاز څخه د برښنا د تولید لوی او ځانګړی برښنایي مرکز دی، چې د زیمنس SGT A-45 توربین پر کارولو د برښنایي اړتیاوو د پوره کولو او د نړیوال مشارکت لئپاره یوه ښه بېلګه ده.
بیات پاور له افغانستان سره د انرژۍ د خوندیتوب په برخه کې د مرستې او د انرژۍ پر ځان بسیاینې ته د لار اوارولو په موخه رامنځته شوی دی.
د یادونې ده، چې بیات پاور تېر کال د ۲۰۲۳ د آسیا پاور لویه جایزه هم ګټلې ده، چې په کې له ټولو آسیایي هېوادونو څخه د انرژۍ بېلابېلې پروژې د دغې جایزې ګټلو ته نومول شوې وې. دغه جایزه د مالیزیا په مرکز کوالالمپور کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د بیات پاور چارواکو ته ورکړ شوه.
نور اړوند خبرونه:
بیات پاور شرکت د آشین پاور ۲۰۲۳ کال ویاړلې جایزه وګټله
تازه خبرونه
جمعهخان فاتح له خپلو ځواکونو سره حکومت ته تسلیم شو
منابع میافزایند که قرار است افراد وابسته به جمعهخان فاتح خلع سلاح شوند و نیروهای امارت اسلامی کنترول کامل منطقه را در دست بگیرند.
امنیتي سرچینو آریانانیوز ته ویلي: د زابل د والي پخوانی مرستیال جمعهخان فاتح، چې په نسي ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د ځواکونو لهخوا تر سختې محاصرې لاندې و؛ له څو ورځنیو فشارونو وروسته له خپلو ځواکونو سره یوځای تسلیم شوی دی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د محاصرې د کړۍ له راتنګېدو وروسته فاتح له تسلیمېدو پرته بله لار نه درلوده. نوموړي په نسي ولسوالۍ کې د اسلامي امارت موجودو ځواکونو ته وسلې پر ځمکه ایښې دي.
د اسلامي امارت د اردو لوی درستیز قاري فصیحالدین فطرت هم نسي ولسوالۍ ته سفر کړی و، چې د جمعهخان فاتح د ډلې پر وړاندې د وروستي اقدام مشري وکړي.
ټاکل شوې، چې د جمعهخان فاتح ټول ملګري بېوسلې او سیمه په بشپړه ترې پاکه شي.
تازه خبرونه
په تېرو پېنځه کلونو کې نږدې ۱۱۹ زره ښځې خپلو شرعي او قانوني حقونو ته رسېدلي دي
د حمزه د څرګندونو له مخې؛ دغه راز د ښځو د میراث او ملکیت اړوند ۱۲ زره او ۹۷۶ قضیو ته قضايي رسېدنه شوې او د ښځو د میراث اړوند د معلوماتو راټولولو او ثبت په برخه کې ۹ زره او ۲۱ پېښې هم تر کار او څېړنې لاندې نیول شوي دي.
د سترې محکمې د ویاند مرستیال منصور احمد حمزه ويلي، له تېرو پېنځه کلونو راپدېخوا د افغانستان په محکمو کې د ۱۱۸ زره او ۸۶۹ ښځو خپلو شرعي او قانوني حقونو ته رسېدلي دي.
د حمزه د څرګندونو له مخې؛ دغه راز د ښځو د میراث او ملکیت اړوند ۱۲ زره او ۹۷۶ قضیو ته قضايي رسېدنه شوې او د ښځو د میراث اړوند د معلوماتو راټولولو او ثبت په برخه کې ۹ زره او ۲۱ پېښې هم تر کار او څېړنې لاندې نیول شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې د ښځو د ملکیتونو د ثبت او تثبیت او د اسنادو د تائید په برخه کې هم ۱۸ زره او ۷۵۰ پېښو ته رسېدنه شوې او ۲۲ زره او ۷۰۳ نورې پېښې د میراث او ملکیت په برخه کې د اسنادو له پروسس او قضايي اقداماتو سره تړاو لري.
د سترې محکمې د ویاند مرستیال زیاته کړې، د ښځو د نفقې او نورو اړوند حقونو په برخه کې هم ۸ زره او ۹۰۴ پېښو ته قضايي رسېدنه شوې ده.
حمزه ټینګار کړی، چې میراث، ملکیت، مهر، نفقه او نور هغه حقونه، چې اسلامي شریعت ښځو ته ټاکلي، د هغوی ثابت حقونه دي؛ محکمې مکلفې دي، چې د ښځو قضیې په دقت او بېطرفۍ او د اسلامي شریعت او نافذه قوانینو له مخې وڅېړي.
هغه ویلي، د ښځو د حقونو د قضايي رسېدنې بهیر به د عدالت د تأمین او د هغوی د حقونو د ضایع کېدا د مخنیوي لپاره دوام ولري.
تازه خبرونه
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ترکیې، پاکستان او افغانستان ته سفر وکړ
د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، یو شیاویونګ په ترکیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا له عمومي رییس جهاد ارګینای سره لیدلي او د دواړو لوریو د خوشې وړ موضوعاتو په اړه یې خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د چین بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یو شیاویونګ د جولای له دېرشمې څخه د اګست تر اتمې پورې ترکیې، پاکستان او افغانستان ته سفر کړی دی.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، یو شیاویونګ په ترکیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا له عمومي رییس جهاد ارګینای سره لیدلي او د دواړو لوریو د خوشې وړ موضوعاتو په اړه یې خبرې کړې دي.
هغه پاکستان او افغانستان ته د سفر پر مهال هم د دواړو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښهوالي او پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د چین بهرنیو چارو وزارت د دغو لیدنو په اړه نور جزئیات نهدي ورکړي؛ خو دغه سفر داسې مهال ترسره شوی، چې د کابل او اسلامآباد اړیکې له امنیتي او سیاسي ننګونو سره مخ دي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بانک ویزهکارت او نوی«حسابپی » کاریال نندارې ته وړاندې کړ
-
تازه خبرونه4 days agoمولانا فضل الرحمن په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت جوړېدونکو مراسمو ته وبلل شو
-
لوبی4 days agoافغان کرکټ لوبډلې د نوې ریکارډ پر ثبتولو له ایرلینډ څخه د یو ورځنۍ سیالیو لړۍ وګټله
-
تازه خبرونه3 days agoتاجکستان له هوايي حریم څخه د سرغړونې له کبله افغانستان ته اعتراضي یادښت واستاوه
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان راتلونکی له هراړخیز پرمختګ او پرلهپسې نړیوال تعامل سره تړلی دی – یوناما
-
تحول4 days agoتحول: د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې همکارۍ
-
تازه خبرونه4 days agoد امنیت شورا د بندیزونو د څارنې ډلې راپور ردوو – ذبیحالله مجاهد
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان اقتصاد په تېرو پېنځه کلونو کې د پام وړ وده کړې – امارت اسلامي




