تازه خبرونه

بیات ګروپ او افغان بیسیم، د کابل ښار ضد عفوني کول روان ساتلي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۰, ۱۳۹۹)

بیات ګروپ او افغان بیسیم مخابراتي شرکت له عامې روغتیا وزارت او کابل ښاروالۍ سره د همغږۍ له مخې په شپږم ځل هم په کابل ښار کې جوماتونه او فرعي کوڅې پر میکروب ضد درملو پاکې کړې او دا لړۍ یې روانه ساتلې ده.

بیات ګروپ او افغان بیسیم مخابراتي شرکت د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې عفوني ضد درمل وشیندل او پر خلکو یې د عامه پوهاوي پاڼې هم ووېشلې. له دې کاره موخه دا ده، چې خلک د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې او وقایې لارې ګودرې ومومي.

د بیات ګروپ د روغتیایي برخې مسوول عبدالسمیع رحیمي زیاته کړې؛ په دې پروګرام کې د عامه پوهاوې پاڼې هم پر خلکو وویشل شوي دي.

بیات ګروپ او افغان بیسیم مخابراتي شرکت غواړي دا پروګرام په کابل کې روان وساتي او دغه راز  لمن یې نورو ولایتونو ته هم وغزوي.

کابل ښاریان بیات ګروپ د مرستو په رسولو کې مخکښ بولي او وایي، نور شرکتونه او سوداګر دې هم خلکو ته د مرستو په برخه کې خپل رول ادا کړي.

د چهلستون، باغ رییس، ګذرګاه، ده دانا، ایوب خان مېنه، قلعه ی وزیر، علاءالدین، مرکزي سیلو او د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اوسیدونکي دا پروګرام ستایي او له نورو سوداګرو هم د کرونا په وړاندې مبارزه کې د ورته ګام پورته کولو غوښتنه کوي.

بیات ګروپ، افغان بیسیم مخابراتي شرکت، آریانا نیوز او آریانا تلویزیونونه هره ورځ لسګونه او سلګونه پیغامونه خپروي، چې په کې ( تاسې دا پیغامونه جدي ونیسئ، له روغبړ، ښکلولو او بې ځایه ګرځیدو ډډه وکړئ)  معلومات خلکو ته ورکول کیږي.

Trending

Exit mobile version