تازه خبرونه

بیجنګ د افغانانو په مشرۍ د سولې په بهیر کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشر ماڼۍ وایي، د چین د بهرنیو چارو وزیر افغان چارواکو ته ویلي، چې هېواد به یې له خپل نفوذ څخه په ګټه اخیستنه پر پاکستان فشار راوړي، چې  طالبان د سولې خبرو ته حاضر او په خپل هېواد کې د ترهګرو مرکزونه له منځه یوسي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب الله آزاد وایي، چې چین د افغانستان د سولې په بهیر کې د همکاریو بشپړ ډاډ څرګند کړ.

د ملي امنیت شورا  ویاند قادر شاه وایي، د چین د بهرنیو چارو وزیر د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره په اقتصادي او سیاسي برخو کې له افغانستان سره د همکاریو ډاډ ورکړی دی.

د نوموړي په وینا په دې لیدنه کې چین د افغانستان د سولې له بهیر ملاتړ وکړ او په سیمه کې یې افغان سوله محوري وبلله.

مخکې له دې ولسمشر غني ویلي وه؛ کابل ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر له سفر سره هیله من دی، چې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې کړکیچ کم شي او د سولې بهیر هم په چټک ډول پر مخ ولاړ شي.

پخوانی دیپلومات احمد سعیدي وایي؛ چین هڅه کوي، چې پاکستان د پخواني دوست په توګه له نړیوالو بندیزونو وژغوي؛ نو په همدې هیله غواړي د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې ښه والی راشي.        

سیاسي شنونکی توریالی غیاثي وایي، چین کولی شي د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې ښه والی رامنځته کړي.       

په استانه کې د شانګهای سازمان د سرمشریزې په څنډه کې ولسمشرغني او د پاکستان لومړي وزیر  په خپلو کې ولیدل او هوکړه یې وکړه، چې د اختلافونو د حل لپاره به یوه کاري ډله جوړیږي.

Trending

Exit mobile version