سیمه ییز خبرونه
بېات بنیاد د کابل ښار د چهار قلعه ی چهاردهي په بیوزلو کورنیو خوراکی توکي ووېشل
د بيات بنياد د خوراكي توكو د مرستو ټولګه د كابل ښار د چهار قلعه ى چهاردهي سيمې ته ورسېده. سيمې ته د بيات بنياد روغتيايي ډله هم تللې وه څو د ناروغانو درملنه وكړي.
روژه د اسلام د مبارك دين په پنځو بناوو كې درېيمه بنا ده، چې اصلي پېغام يي د بيوزلو او اړو خلكو د ژوندانه له حال څخه د شتمنو او بډايه خلكو خبرېدل دي.
همدې اصل ته په كتو بيات بنياد هر كال د روژې په مباركه مياشت كې اړو او بيوزلو خلكو ته د خوراكي توكو مرستې رسوي.
په همدې لړ كې بيات بنياد د كابل ښار چهار قلعه ى چهاردهي ته د خوراكي توكو ټولګه ورسوله.
د مرستو د وېشلو پر مهال د بيات بنياد رئيس سناتور انجنیر احسان الله بيات وويل:
په روژه كې له اړو خلكو سره مرسته ستر ثواب لري نو ځكه دوی هم په كابل او ولايتونو كې پر مستحقو كسانو خوراكي توكي وېشي.
سيمې ته د بيات بنياد روغتيايي ډله هم تللې وه، څو د اړو او بيوزلو كورنيو د ناروغانو درملنه وكړي.
كومو كسانو، چې مرستې تر لاسه كړي، خوښ ښكاري او له نورو خېريه سازمانونو او ټولنو څخه د ورته اقدام غوښتنه كوي.
بيات بنياد يو خېريه بنسټ دى، چې مرستې يي يواځې په روژې مباركه مياشت پورې نه را لنډېږي.
دا بنسټ د كال په نورو مياشتو كې هم اړو او بيوزلو كسانو ته مرستې رسوي.
د دې تر څنګ بيات بنياد د ښونځيو، روغتيايي مركزونو، جوماتونو، او د رغاونې او بيا رغاونې په نورو برخو كې د پام وړ فعاليتونه كړي او وخت ناوخته يي د طبيعي پېښو د ځپل شويو لاس نيوى كړى دى.