سیمه ییز خبرونه

بېات بنیاد غواړي د خوشحال خان لېسې سره په بېلابېلو برخو کی مرسته وکړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په كابل كې د خوشحال خان ليسې مسئولين له بيات بنياد څخه وغوښتل، چې له دغه ښوونځي سره په بېلابېلو برخو كې كې همكاري وكړي او بيات بنياد يې هم دا غوښتنه ومنله.

په كابل ښار كې د خوشحال خان  په ليسه كې سلګونه هغه ځوانان زده كړه كوي، چې په خپلو سيمو كې د نا امنيو له امله ورته د زده كړې زمينه نه ده برابره شوې.

دا ليسه د څښاك اوبو كموالي، د سمبال كتابتون او درسي توكو د نشتوالي په برخه كې له ستونزو سره مخامخ ده.

د بيات بنياد له خوا د دغه ليسې پرزده كوونكو د روژه ماتې د وېش پرمهال كې د ليسې مسئولينو د بيات بنياد له مشر سره خپلې ستونزې شريكړې كړې.

د بيات بنياد عمومي رئيس سناتور انجينر احسان الله بيات ژمنه وكړه، چې هڅه كوي د دې ليسې ډېرې اړتياوې او په ځانګړې توګه د لابراتوار په برخه كې پوره كړي.

بيات بنياد رئیس دغه راز ژمنه وكړه، چې د څښاك اوبو د كموالي ستونزې د حل په موخه به په ليسه كې دوې ژورې څاګانې وباسي.

بياد بنياد د خپل جوړېدو له وخته تر اوسه په بېلابېلو برخو او ځانګړې توګه معارف په برخه كې لسګونه بېلابېلې بېخ بنايي پروژې عملي كړي دي.

دغه بنسټ تر اوسه د هېواد په بېلابېلو سيمو كې څو ښوونځي، كلينيكونه او روغتونونه جوړ كړي دي.

Trending

Exit mobile version