سیمه ییز خبرونه

بېات بنېاد دا ځل په وردگو ولايت كې له اړو كسانو سره ژمنۍ مرسته وكړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ژمي په را رسېدو سره، چې ډېرې كورنۍ د خوراكې توكو او تودو كاليو له كمښت سره مخ دي د بيات بنياد ژمنۍ مرستې پېل شوې. د دغو مرستو په دوام بېات بنېاد د ميدان وردگو په ولايت كې د ليندۍ د دريمې نېټي له پېښې څخه له لسگونو بې ځاېه شويو او زيانمنو كورنيو سره ژمنۍ مرستې وكړې.

بېات بنېاد دا ځل په وردگو ولايت كې له اړو كسانو سره ژمنۍ مرسته وكړه. دغه مرسته زېاترو هغو كسانو تر لاسه كړه، چې د ليندۍ مياشتې د موټر بم په درنه چاودنه كې زيانمن شوي وو.

د بېات بنېاد مرستيال حاجي محمد اسماعيل وايي:

مرستې به يې نورو ولايتونو ته هم ورسېږي او دوى هڅه كوي، چې د خپلو مرستو تمركز پر ماشومانو وكړي.

د وردگو والي عبدالمجيد خوگياڼي او د ولايتي شورا رئيس شيرشاه بازون په دغه ولايت كې له اړو كسانو سره د بېات بنېاد مرستې پر وخت او د ستاېنې وړ وبللې.

دوى له نورو مرستندوېه او خېرېه ټولنو غوښتنه وكړه، چې له اړو كسانو سره مرستې وكړي.

هغو كسانو، چې د بېات بنېاد مرستې يې تر لاسه كړې وې، له دغه بنېاده مننه وكړه او غوښتنه يې وكړه، چې د ژمي په موسم كې له دوى سره نورې مرستې هم وشي.

بېات بنېاد هر كال د ژمي په موسم كې له مستحقو كسانو سره ژمنۍ مرستې كوي.

دغه بنېاد په افغانستان كې د بنسټيزو كارونو په لړ كې روغتونونه جوړ كړي او د كتابتونونو په بډايولو كې يې هڅې كړي دي.

د بي بي خېرې د روغتون جوړول، د مجتمع بزرگان رغول او د شيرين تاج د روغتون جوړول يې د دغو كارونو څو بېلگې يادولى شو.

Trending

Exit mobile version