سیمه ییز خبرونه

بېات بنېاد د نورو كلونو په څېر په روان ژمي كې هم خپلې ژمنۍ مرستې پېل كړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په دغه مرستو كي د خوراكي توكو په شمول د ژمي گرمې جامي او يو شمېر نور تو كي شا مل و، چي له كابل څخه پېل او په  پروان كي  يې هم په بې وزلو او دا خلي بېځاېه شويو خلكو ووېشلي.

د بېات بنېاد له خوا په بې وزلو او بې ځاېه شوېو كورنيو د ژمنيو مرستو لړى د ژمي تر رارسېدو وړاندې له كابله پېل شوې وه.

بېات بنېاد د نورو كلونو په شان  په روان  ژمي كې هم په اړو خلكو د خوراكي توكو تر څنگ، د ماشومانو لپاره تودې جامي، كمپلې او خوراكي توكي لكه وريژې او اوړه وېشي.

د دغه بنسټ د مرستيال حاجي محمد اسماعيل لخوا په پروان كې پر خلكو مرستې ووېشل شوې.

نوموړي وويل:

د روان ژمي تر پاېه به دغه مرستې د ټول هېواد په كچه اړو خلكو ته ورسول شي.

د دغه مرستو د وېش پروخت د پروان د ولاېتي شورا غړي هم حاضر وه، چي د دوهم ځل لپاره په دغه خلكو مرستې ووېشل شوې.

د پروان ولايت د ولايتي شورا غړى عبد الظاهر سالنگي وايي:

د بېات بنېاد يو اځينې بنسټ دى، چې په ډ ېرو سختو شرايطو كې يي له دغو خلكو سره مرسته وكړه.

په همدې وخت كې مرسته شوي خلك هم د بېات بنېاد له مرستو څخه مننه كوي او وايي:

د ژمي په سختو شرايطو كي دا يواځينى بنسټ دى، چي له دوى سره مرسته كوي او تر اوسه له دې پرته هېچا له دوى سره مرسته نده كړې، چې له سختو ستونزو سره مخ دي.

د بېات بنېاد د ټول هېواد په كچه يو له هغه خېرېه بنسټونو څخه دى، چي له تېرو څو كلونو راهيسې په افغانستان كې له خپلو هېوادوالو سره په بېلا بېلو برخو كې مرسته كوي.

د دغه بنسټ له خو تر اوسه په ټول هېواد كې په لسگونه روغتونونه، ښوونځي پلونه جوړ شوي او د طبعي پېښو په وخت له زيانمنو  خلكو سره خپلي مرستي كوي.

Trending

Exit mobile version