سیمه ییز خبرونه

بېات بنېاد غواړي د امريكا په جكسن ويل ښار كې د افغانانو لپاره جومات جوړ كړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د بيارغونې په برخه كې د بېات بنېاد مرستې يوازې تر افغانستان پورې محدودې ندي بلكې له هېواده بهر هم په دې ډول پروګرامونو كې ونډه لري. بيات بنياد دا ځل غواړي د امريكا په يوه ښار كې د افغانانو لپاره جومات جوړ كړي.

تېرو درېيو لسيزو جګړو زرګونه افغانان د خپل هېواد پرېښودو ته اړ كړل، چې اوس يو ګڼ شمېر افغانان د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو او امريكا كې اوسېږي، يوه هغه ستونزه، چې په امريكا كې مېشت افغانان ورسره مخ دي د جومات او ديني زده كړې د مركز نشتوالى دى.

جكسن ويل د امريكا په فلوريدا ايالت كې هغه ښار دى، چې يو ګڼ شمېر افغانان په كې اوسېږي، خو د جومات او د هغوى ماشومانو ته د اسلامي ديني زده كړو د مركز نشتوالى يوه لوېه ستونزه ده.

بېات بنېاد د جوماتونو د جوړولو په برخه كې د خپلو مرستو په لړ كې دا ځل په جكسن ويل كي دا لوى جومات جوړوي.

په دې جومات كې به، چې په لس جريبه ځمكه جوړېږي د اسلامي زده كړو يو مركز هم وي، چې ماشومانو ته به ديني زده كړې وركوي او تر يوه كال پورې به يې چارې بشپړې شي.

د دغه اسلامي مركز د بنسټ ډبره د بېات بنېاد د رئيس سناتور احسان الله بيات، د بېات بنېاد يوې بلې چارواكې فاطمه ليا بېات او د سياسي او نړيوالو چارو كارپوه زلمى خليلزاد له خوا په داسې حال كې كېښودل شوه، چې لسګونو افغان كډوالو په كې برخه درلوده.

د سياسي او نړيوالو چارو كارپوه زلمى خليلزاد وايي:

په امريكا كې د مېشتو افغانانو لپاره دا جومات ځانګړى ارزښت لري، هغه زیاتوی، چې دا په دې سربېره، چې د مسلمانانو د عبادت ځاى دى ماشومان هم كولاى شي په كې اسلامي زده كړې وكړي.

د امريكا په فلوريدا ايالت كې د جكسن ويل ښار كې مېشت افغانان وايي:

دوى په دې برخه كې له ډېرو ستونزو سره مخ دي او د خپلو ماشومانو د اسلامي زده كړې په موخه يې د لنډ مهال لپاره يو ځاى كراېه كوي.

دوى زیاتوی د دې جومات په جوړېدو سره به يې ډېرې ستونزې حل شي.

د دغه جومات او اسلامي زده كړو د مركز جوړول د بېات بنېاد لومړى فعاليت ندى، بلكې دغه بنېاد په افغانستان كې د خپل كار په پېل سره لسګونه جوماتونه، مدرسې، ښوونځي او روغتيايي مركزونه د خلكو د ستونزو د حل په موخه جوړ كړي دي.

Trending

Exit mobile version