تازه خبرونه
بېرته راستنېدونکو سوداګرو ته اسانتیاوې برابروو- نورالدین عزیزي
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ عزیزي په پاکستان کې د میشتو افغان سوداګرو او کډوالو سره په یوه ناسته کې ویلي، چې په افغانستان کې د کډوالو د رضاکارانه راستنېدو، بیا مېشتېدنې او د ژوند شرایطو ښه کولو لپاره پراخې کړنې ترسره شوې دي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی(سرپرست) نورالدین عزیزي اسلامآباد ته په خپل سفر کې ویلي، چې اسلامي امارت بېرته راستنېدونکو سوداګرو ته اسانتیاوې برابروي. هغه د مالیې او ګمرکي معافیتونو اعلان هم وکړ.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ عزیزي په پاکستان کې د میشتو افغان سوداګرو او کډوالو سره په یوه ناسته کې ویلي، چې په افغانستان کې د کډوالو د رضاکارانه راستنېدو، بیا مېشتېدنې او د ژوند شرایطو ښه کولو لپاره پراخې کړنې ترسره شوې دي.
هغه د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د عالي کمیسیون جوړولو، د راستنېدونکو سوداګرو او صنعتکارانو د تنظیم او اسانتیاوو برابرولو لپاره د ځانګړي کمپ د پیل اعلان وکړ او د مالیې او ګمرکي معافیتونو په اړه یې هم خبرې وکړې.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د افغان کډوالو د جبري ایستلو په بهیر کې د مناسبو حل لارو موندلو لپاره د دوه اړخیزو خبرو اترو پر اړتیا ټینګار کړی او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د معیارونو پر بنسټ یې د کډوالو د رضاکارانه راستنېدو غوښتنه وکړه، چې په کې خوندي، باعزته او خپلې خوښې راستنېدل رانغاړي.
هغه د افغان کډوالو له کوربتوب، راستنېدو او بیا ادغام د بهیر د ملاتړ لپاره د افغان حکومت، نړیوالو مرستندویانو او سیمهییزو شریکانو سره د مشورې او همغږۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی.
نوموړی تېره ورځ( چارشنبه) د یوه پلاوي پر مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلامآباد ته رسېدلی دی.
د یادونې ده، چې پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو دوهیم پړاو چټک کړی دی.