سیمه ییز خبرونه
بېوزلو ښځو او كونډو ته د نوى كرنيز سيستم پروگرامونه پيل شول
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
كرنه د افغانستان د اقتصاد يوه مهمه برخه بلل كيږي.
د كرنې او مالدارۍ وزارت د كرنې د دودولو په نامه نوې پروژه پيل كړې، چې ډېرۍ ښځې په كې كار كوي.
د كرنې او مالدارۍ وزير محمد آصف رحيمي د سې شنبې په ورځ(د وږي ۹) په دارالامان كې د كرنې له روزنيز فارم څخه، چې د ښځو له خوا په كې په نوي سيستم بېلابېل سابه كرل كيږي ليدنه وكړه اووايي، چې دا پروژه به د ولسواليو په كچه پراخه شي.
نوموړى په افغانستان كې د كرنې د دودولو تر نامه لاندې په دې پروژه كې گومارل شوې ښځې د دوى په اقتصادي پياوړتيا كې گټوره گڼي .
د كرنې وزارت دا پروگرام د يو نيم كال را پديخوا پيل شوى، چې تراوسه يې په كابل، ننگرهار او بلخ ولايتونو كې څه نا څه ۲۰۰۰ ښځې د بېلابېلو سبو د كرلو په برخه كې روزلې دي.