روغتيا
بې پولې ډاکټران په افغانستان کې د شري پر ډېرېدو اندېښمن شوي
بې پولې ډاکټرانو په افغانستان کې د شري ناروغۍ د ډېرېدو په اړه اندېښنه ښودلې او وایي، چې هرات، کندوز او هلمند ولایتونه تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي.
د بې پولې ډاکټرانو ټولنې نن (چارشنبه د وري ۱۷) ویلي، چې یوازې له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا په هرات ولایت کې ۹۰ ماشومان پر شري اخته شوي دي.
يادې ادارې تېره اوونۍ په ولايتي روغتون کې د شري ناروغانو لپاره د ځانګړي څانګې د پرانيستلو اعلان وکړ او ويې ويل، چې اوس يې دغه وارډ ٦٠ بسترونو ته لوړ کړى دى.
دوی ټینګار کړی، چې څو ورځې وروسته به د دې څانګې ټول بسترونه د شري له ناروغانو ډک دي او اوس د نورو ناروغانو لپاره ځای نلري.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې؛ په تېره یوه اوونۍ کې د هلمند او کندوز ولایتونه هم د شري تر ټولو زیاتې پېښې لري.
له دې مخکې د روغتیا نړیوالې ټولنې خبرداری ورکړی و، چې په افغان ماشومانو کې د شري ناروغي مخ پر ډېرېدو ده.
د دغې ټولنې د معلوماتو له مخې؛ دا ناروغي له پېنځه کلونو څخه په لږ عمره ماشومانو کې خپره شوې ده.
په راپور کې راغلي؛ لږ تر لږه ۴۳۰۰۰ افغان ماشومان پر شري اخته شوي، چې ۲۱۴ یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دغو مړینو پېنځه سلنه له پېنځه کلونو کم ماشومان دي او شمېر یې د تېر کال په پرتله ډېر شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ په ټول هېواد کې د شري ناروغۍ له ټولو ډېرې پېښې په کندوز کې ۱۹۹۷، په کابل کې ۱۶۹۶ او په هلمند کې ۱۴۹۵ پېښې ثبت شوې دي.
د دغه وزارت چارواکي وايي، په پام کې لري، چې په راتلونکیو څو میاشتو کې د واکسینو شمېر زیات کړي.
روغتيا
د روغتیا وزارت مرستیال له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د زیاتېدا غوښتنه وکړه
عبدالولي حقاني د افغانستان د روغتیایي سکټور لپاره د دوامداره او زیاتېدونکو مالي سرچینو د چمتو کولو پر ارزښت په ځانګړي توګه د واکسیناسیون، لومړنیو روغتیایي خدماتو، د مور او ماشوم روغتیا او بېړني چمتووالي هم ټینګار کړی دی.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني په قطر کې د بشري روغتیایي همکارۍ او د ډلهییز معافیت د ودې په نړیوال کنفرانس کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د زیاتېدا غوښتنه کړې ده.
عبدالولي حقاني د افغانستان د روغتیایي سکټور لپاره د دوامداره او زیاتېدونکو مالي سرچینو د چمتو کولو پر ارزښت په ځانګړي توګه د واکسیناسیون، لومړنیو روغتیایي خدماتو، د مور او ماشوم روغتیا او بېړني چمتووالي هم ټینګار کړی دی.
هغه ویلي، چې د ملي پالیسۍ تر چتر لاندې د مرستو تنظیم نه یوازې د خدمتونو کیفیت ښه کوي، بلکې د سرچینو د ښه مدیریت لامل هم کیږي.
د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال وزیر ویلي؛ د عامې روغتیا وزارت باور لري، چې دا ډول نړیوال کنفرانسونه د ګډې همکارۍ د پیاوړتیا، باور جوړولو او د افغانستان خلکو ته د مساوي او دوامداره روغتیایي خدماتو په وړاندې کولو کې ډېر اغېزمن دي.
روغتيا
جاپان په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو د ملاتړ لپاره مرسته اعلان کړه
د دې ټولنې د خبرپاڼې له مخې؛ دا مرسته به تر ټولو زیان منونکو خلکو په ګډون د ښځو، ماشومانو او بې ځایه شویو کورنیو ته د پاملرنې له چمتو کولو ملاتړ وکړي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د جاپان ۲۴۰ زره ډالرو بشري مرستې اعلان کړې دي.
د دې ټولنې د خبرپاڼې له مخې؛ دا مرسته به تر ټولو زیان منونکو خلکو په ګډون د ښځو، ماشومانو او بې ځایه شویو کورنیو ته د پاملرنې له چمتو کولو ملاتړ وکړي.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوالې ټولنې استازي اډوین سنیزا سلواډور ویلي: “مونږ د جاپان له خلکو او حکومت څخه مننه کوو، چې په دې سخت وخت کې د افغانستان له خلکو سره ولاړ دي. د دوی ملاتړ به د اړینو روغتیایي خدمتونو په ګډون د نشهیي توکو د کارونې اختلالاتو او له بېړنيو طبي خدماتو ته د خلکو پاملرنه راواړووي. دا مرسته به د روغتیا نړیوالې ټولنې ته اجازه ورکړي، چې چټک ځواب ووایی او هغو ټولنو ته پاملرنه چمتو کړي، چې تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي.”
په افغانستان کې د جاپان سفیر کنیچي ماساموټو ویلي، چې د هغه هېواد د افغانانو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لري او جاپان ژمن دی، چې د افغانانو د روغتیا او هوساینې لپاره ګډ کار وکړي.
روغتيا
د عامې روغتیا وزیر د هند له تلپاتي ملاتړ ستاینه وکړه
نورجلال جلالي په یوه ځانګړې مرکه کې له یوې هندي شبکې سره ویلي، چې افغانان له ډېرو کلونو راپدېخوا د درملنې لپاره هند ته سفر کوي او په وروستیو کلونو کې زرګونه ناروغان له دې بهیر څخه برخمن شوي دي.
د افغانستان عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي هند ته د خپل رسمي سفر پر مهال د افغانستان د روغتیا په برخه کې د نويډیلي اوږدمهاله ملاتړ وستایه او د هند صحي ویزې یې د افغان ناروغانو لپاره «یوه اړینه بشري لار» وبلله.
نورجلال جلالي په یوه ځانګړې مرکه کې له یوې هندي شبکې سره ویلي، چې افغانان له ډېرو کلونو راپدېخوا د درملنې لپاره هند ته سفر کوي او په وروستیو کلونو کې زرګونه ناروغان له دې بهیر څخه برخمن شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د صحي ویزو آسانتیا د افغان ناروغانو لپاره پرمختللیو درملیزو خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې اړین ګڼل کیږي.
د عامې روغتیا وزیر همدارنګه د افغانستان د روغتیايي بېخبناوو په برخه کې د هند له مرستو هرکلی کړی او په کابل کې د انډرا ګاندي ماشومانو روغتون یې «په افغانستان کې د ماشومانو له سترو او مهمو روغتونونو څخه یو» بللی دی.
هند له دې مخکې په دې روغتون کې د تلاسیمیا مرکز، یو عصري تشخیصې مرکز او نوی تودوخې سیسټم جوړ کړی او ژمنه یې کړې، چې د سيټيسکن ماشین او نورې بېخبنایي مرستې به هم برابرې کړي.
د ورکړ شویو معلوماتو پر بنسټ هند همدارنګه د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې د ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو پلان لري، چې په کې به د سرطان د درملنې مرکز، د ټروما مرکز او د میندو او ماشومانو د روغتیا پېنځه کلینیکونه شامل وي. سربېره پر دې شاوخوا ۷۵ مصنوعي پښې (جایپور فوټ) افغان ښاریانو ته لګېدلې دي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د سفر پر مهال هند ۲۰ امبولانسونه هم افغانستان ته ډالۍ کړي دي.
نورجلال جلالي د هند د روغتیا او د کورنیو د هوساینې له وزیر سره په لیدنه کې د طبي تجهیزاتو، درملو د تنظیم، د روغتیايي کادرونو د روزنې او د اړتیا وړ درملو د برابرولو؛ په ځانګړي توګه د سرطان درملو، پر پراخولو ټینګار کړی او څرګندوي، چې نويډیلي ژمنه کړې دا درمل به په بېړني ډول افغانستان ته وسپاري.
هغه همدارنګه د ظرفیت لوړولو، په هند کې د افغان ډاکټرانو د روزنې او افغانستان ته د هندي طبي ډلو د لېږلو موضوع د عامې روغتیا وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه بللې او وایي، چې له لسیزو جګړو او بېثباتۍ وروسته د روغتیايي بشري سرچینو پیاوړتیا د افغانستان لپاره یوه اړتیا ده.
د دودیز یا سنتي طب په برخه کې د عامې روغتیا وزیر د آیوروډا او یوناني طب په برخه کې د همکاریو له هوکړو خبر ورکړی او وایي، چې په افغانستان کې د دودیز طب د انسټیټیوټ او څېړنیز مرکز جوړول او د هند د درسي نصاب لېږد، کولی شي د دې طبابت خوندي ادغام له عصري روغتیايي سیسټم سره شونی کړي.
جلالي همدارنګه د درملو د وارداتو د لارو د متنوع کولو لپاره د افغانستان هڅو ته په نغوته کې ویلي، چې د هند او نورو هېوادونو پر همکارۍ پر یوې ځانګړې لارې تکیه کمه او د اساسي درملو عرضه د افغانستان بازار ته تضمین شوې ده. هغه له جعلي او بېکیفیته درملو سره مبارزه «یوه جدي اندېښنه» بللې او د عامې روغتیا وزارت کې د نویو څارنیزو جوړښتونو له رامنځته کېدا هم خبر ورکړی دی.
د عامې روغتیا وزیر د ښځو او ماشومانو لپاره د روغتیايي خدمتونو پر پیاوړتیا د ټینګار تر څنګ ویلي؛ ښځې د افغانستان د ټولنې نه بېلېدونکې برخه ده او هغوی ته به د روغتیايي خدمتونو لاسرسی د افغان کلتور او اسلامي اصولو په چوکاټ کې پراخ شي.
هغه د افغانستان او هند اړیکې «ژورې ریښې لرونکې، د بشري ارزښتونو پر بنسټ ولاړې » بللې او هیله یې څرګنده کړې، چې دا همکارۍ د روغتیا، درمل جوړونې او درملیزو بېخبناوو په برخه کې نورې هم پراخې شي.
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د سنتي نبوي طب پوهنځی منظور شو
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان ملي پراختیا سټراټیژي له خطر سره مخ ده – یوانډيپي
-
لوبی5 days agoد ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام اته وروستۍ لوبډلې ځانګړې شوې
-
لوبی2 days agoآریانا ټلویزیون په افغانستان کې ژمنی المپیک خپروي
-
تازه خبرونه5 days agoپه دوحه کې د افغانستان د ۵زره کلن تاریخ او کلتور نندارتون پرانیستل شو
-
تازه خبرونه5 days agoد ګوزڼ په پیل شوي ملي کمپاین کې ۷.۳ میلیون ماشومان واکسین کېږي
-
تازه خبرونه4 days agoپه شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان فعال ګډون ممکن او عملي دی
-
تازه خبرونه4 days agoد اوبو غلي بحران او د میلیونونو کډوالو راستنېدا افغانستان له ګواښ سره مخ کړی
