بی بی سی پښتو

بې پولې ډاکټران: کابل کې زموږ ناروغان چا ووژل؟

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۶, ۱۳۹۹)
Reuters

بې پولې ډاکټران وايي، کابل کې د هغه سل بستریز روغتون پر روزنتون د برید درې اونۍ تېرې شوې چې دوی یې مالي ملاتړ کوي، خو لا هم د دوی پوښتنې نه دي ځواب شوې.

دغه برید د مۍ پر ۱۲ د کابل ښار لوېدیځ ته برچي سیمه کې وشو او د بې پولې ډاکټرانو په خبره، دې برید کې له شلو ډېر کسان ووژل شول، چې ۱۵ میندې، دوه ماشومان او یوه روعتیاپاله هم پکې دي.

خو د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وایی د دغه برید په اړه لا هم د دوی پوښتنې نه دي ځواب شوې:

“موږ په دې پوهېدل غواړو چې زموږ ناروغان او روغتیاپال چا ووژل، ولې زېږنتون په نښه شو. موږ له اړوند چارواکو غواړو چې د دغه وحشیانه برید په اړه څيړنه وکړي”.

دوی زیاتوي چې د برید په تړاو د هر ډول څیړنو په اړه مالومات نه لري ، خو دا اړینه ده چې د څيړنو پایلې ور سره شریکې شي او روښان ځواب ور کړل شي:

“موږ باید د برید په انګیزه او دا چې برید چا کړی وو باید پوه شو. ایا اېم ایس اېف ، زموږ ناروغان ، کارکوونکي او امکانات یې اصلي هدف وو؟”

دغه نړیواله مرستندویه اداره خبرداری ورکوي که یې پوښتنې ځواب نه شي دا به دوی ته ستونزمنه وي چې بیرته په دې سیمه کې فعالیت پيل کړي.

د یوناما غبرګون

Reuters

په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال ټوبي لنزر د دغه رپوټ په غبرګون کې ویلي، دوی په لومړۍ ورځ دغه برید جنګي جنایت وباله:

“د دغه برید او عاملانو په وړاندې زموږ نفرت هره ورځ زیاتیږي، تر هغه چې عدالت ته وسپارل شي”.

وسلوالو طالبانو دا برید وغانده او کومې بلې ډلې یې مسوولیت ونه مانه.

په هغه ورځ په ننګرهار کې هم د سیمه ییزو پولیسو د یوه قومندان جنازه کې ځانمرګی وشو چې تر ۳۲ کسان یې ووژل او ۱۳۳ نور یې ټپیان کړل.

خو افغان چارواکو د دې بریدونو ګوته طالبانو ته ونیوله او ولسمشر غني د دې بریدونو په غبرګون کې افغان ځواکونو ته امر وکړ چې د وسلوال طالبانو پرضد د دفاعي په ځای یرغلیز حالت غوره کړي.

Trending

Exit mobile version