نړۍ
بې پیلوته الوتکو د روسیې د تېلو پر دوه چاڼځایونو برید وکړ
بې پیلوته الوتکو د چارشنبې پر ورځ د روسیې ختیځ لوري ته د تېلو پر ترټولو لویو دوه چاڼځایونه بریدونه کړي؛ په یوه کې یې اور ولګېد او بل ته یې زیان ونهرساوه.
په روسیه کې دننه د بې پیلوته الوتکو بریدونه له تېرو دوه اوونۍ راپدیخوا ډېر شوي او ان د مرکزي سیمو په ګډون د مسکو د استوګنې پر ودانیو ترسره شوي دي.
د کرسنودار والي وینیامین کوندراتیف ویلي؛ شاوخوا لس بجې یوې بې پیلوته الوتکې د روسیې د کراسنودار په اړوند سیمه کې د آفیپسکي د تېلو پر چاڼځای برید وکړ، چې اور پرې ولګېده؛ وروسته اور مړ شو.
د آفیپسکي د تېلو چاڼځای د تورې بحیرې د نوووروسیسک بندر ختیځ ته ۵۰ میله لرې پروت دی، چې د روسیې د تېلو د صادراتو یو له مهمو دروازو څخه دی.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ دا فابریکه هر کال شاوخوا ۶ میلیون ټنه ( ۴۴ میلیون بیرل) تېل چاڼ او پروسسولی شي.
دا او د خزر پایپ لاین کنسورسیوم دواړه بازار ته د نړیوالو تېلو شاوخوا یو اعشاریه پېنځه سلنه تېل بازار ته وړاندې کوي.
د روسیې دولتي خبري آژانس RIA د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړ، چې یوه بله بې پیلوته الوتکه د ایلسکي په چاڼځای کې غورځېدلې، چې د نوووروسیسک ختیځ ته شاوخوا ۴۰ کیلومتره موقعیت لري.
د چاڼ ځای د اوبپاڼې د څرګندونو له مخې، د پروسس پېنځه واحدونه په کال کې د ۳ میلیون ټنو وړتیا لري.
دا، چې بې پیلوته الوتکې چا پورته کړي؛ په اړه یې تر دې دمه معلومات نهدي ورکړ شوي؛ خو روسیه په اوکراین تور لګوي، چې د سې شنبې پر ورځ یې د مسکو په ګډون د هېواد دننه پر هدفونو بریدونه زیات کړي دي.
اوکراین تر دې دمه په ښکاره توګه د روسیې دننه یا په اوکراین کې د روسیې تر څارنې لاندې سیمو کې د بریدونو مسوولیت نهدی منلی.
په روسیه کې د تېلو چاڼ ځایونه د ۲۰۲۲ ز. کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له ځانګړيو پوځي عملیاتو وروسته تر برید لاندې راغلي دي.