تازه خبرونه
بې ګټې هڅې، اعلانونه او څرګندونې مخالفانو ته زیان زیان رسوي – محمد یعقوب مجاهد
د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد په خپلو تازه څرګندونو کې د اسلامي امارت مخالفانو ته خبرداری ورکړی، چې د دوی بې ځایه هڅې به ورته زیانمنې شي.
محمد یعقوب مجاهد دغه څرګندونې د پنجشنبې پر ورځ له شپږ میاشتني روزنیز کورس څخه د ۸۹۷ کماندویانو د فراغت په مراسمو کې وکړې.
د ملي دفاع وزارت سرپرست یو ځل بیا له مخالفانو وغوښتل، چې هېواد ته راستانه شي او د ګواښ احساس ونهکړي.
هغه وایي: هغه کسان، چې په بېلابېلو برخو کې د امنیت د ګډوډولو او د هېواد د ناامنه کولو لپاره منډې رامنډې وهي، ګوندي خبرې کوي او پر ډلو ټپلو پسې ګرځي؛ هغوی ته زمونږ پیغام دا دی، چې د افغانستان اسلامي امارت محترم مشرتابه عفو اعلان کړې ده. زمونږ د ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو غېږې تاسې ته خلاصې دي. تاسې ته خطر نه، بلکې ستاسې د خوندیتوب هڅې تر سره کوي.
هغه زیاته کړې: دا بې ګټې هڅې اعلانونه او بېاغېزې څرګندونې به تاسې ته ګټه ونه رسوي؛ خو زیان به درواړوي. لکه څنګه، چې تاسې په تېرو وختونو کې خلکو ته امتحان ورکړی او ناکام شوي یاست، تاسې له دې سره خپله بد اراده خلکو ته ښکاره کوئ او خلک نور هم له تاسې کرکه کوي. تاسې به نور څه ترلاسه نهکړئ.
په دې مراسمو کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال هم خبرې وکړې او په هېواد کې یې د امنیت د ګډوډولو پر وړاندې خبرداری ورکړ.
عبدالسلام حنفي ویلي: هر هغه داخلي او خارجي دښمن، چې د افغانستان اسلامي نظام او ملي حاکمیت ته په سپکه سترګه وګوري؛ انشاالله وبهځپل شي. د افغانستان اسلامي امارت له ۴۰۰ زره څخه زیات امنیتي او تاسې ته ورته کمانډو او ځانګړي ځواکونه لري.
هغه له امنيتي ځواکونو وغوښتل، چې له هر افغان سره ښه چلند وکړي.