سیمه ییز خبرونه

تاجكستان ته د دولتي پلاوي سفر گټور و

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ماليې وزارت وايي، چې:

تاجكستان ته دولتي لوړ پوړيو چارواكو د سيمې او په ځانگړي توگه د افغانستان د اقتصاد د پراخيتا په موخه سفركړى دى.

ددغه وزارت چارواكي وايي د افغان پلاوي  له خوا وړانديز شوي پروګرامونه د تاجكستان د چارواكو له خوا منل شوي دي.

په همدې وخت كې د اقتصادي چارو يو شمېر كارپوهان وايي، چې:

له گاونډ هېوادونو سره نږدې اړيكې له ۲۰۱۴م كال وروسته افغانان پخپل اقتصاد ډاډمنوي.

د افغانستان د ماليې وزير عمر زاخيلوال په مشرۍ درې ورځې وړاندې د سوداگرۍ او فوايد عامې وزارتونو يو لوړ پوړى پلاوى  افغانستان او تاجكستان تر منځ د سوداگريزو اړيكو د پياوړتيا په موخه  تاجكستان ته سفر كړى.

د د ماليې وزارت وياند وحيد الله توحيدي وايي:

د اورگاډي پټلۍ جوړول، د صادراتي برېښنا د كچې لوړل، افغانستان ته د سوداگريزو او ترانزيټي اسانتياوو برابرول او له ټولو مهمه له تاجكستان څخه هندوستان او پاكستان ته د گازو د نلليكې غزولو په اړه خبرې د دې سفر موخه ده.

نوموړى وايي، چې د افغان پلاوې ډېري وړانديزونه د تاجكستان هېواد د چاروكو له خوا منل شوي دي.

د كابل پوهنتون استاد سيد مسعود په اوسنيو شرايطو كې  هېواد ملي گټو ته په پاملرنه له گاونډ هېوادونو سره د افغانستان نږدي اړيكې د هېواد په گټه دي او افغان ولس په راتلونكي باوري كوي.

دا په داسې حال كې ده، چې څه موده وړاندې افغان ولسمشر په تركمنستان كې د نوروز جشن د نمانځلو پر مهال د تركمنستان او تاجكستان له ولسمشرانو سره د اورگاډې د پټلۍ جوړلو هوكړه ليك لاسليك كړى و، چې له مخې به يې له تركمنستان څخه تاجكستان او افغانستان ته د اورگاډي پټلۍ غزول كيږي.

Trending

Exit mobile version