سیمه ییز خبرونه
تاجكستان له افغانستان سره په پوله كې د روسي پوځيانو د ماموريت موده وغزوله
د روسيې او تاجكستان دولتونو ترمنځ له گڼو ناستو وروسته د تاجكستان پارلمان تاييد كړه، چې په ۲۰۱۴م كال كې له افغانستان څخه د نړيوالو ځواكونو له وتلو سره سم به روسي ځواكونه د ۴۹ نورو كلونو لپاره په تاجكستان او په ځانگړي توگه له افغانستان سره د دغه هېواد په پولو كې پاتې شي.
په تاجكستان كې د روسي ځواكونو د ۴۹ كلن پوځي حضور هوكړه ليك تېر كال د روسيې د ولسمشر ولادمير پوتين او د تاجكستان د ولسمشر امام علي رحمان له خوا لاسليك شو او د روسيې پارلمان دا هوكړه ليك تصويب كړ.
د دغه هوكړه ليك له مخې به د روسيې ۲۰۱ پوځي لښكر د ۲۰۱۴ م كال د جون له لومړۍ څخه نږدې پېنځه لسيزې په تاجكستان كې ځاى په ځاى وي.
د تاجكستان دفاع وزير شېرعلي خيرالله اوف وايي، چې په دغه هېواد كې د روسي ځواكونو حضور به د سيمې په ثبات او منځنۍ آسيا كې د افراطيت په مخنيوي كې مرسته وكړي.
روسيې د خپل حضور په بدل كې ژمنه كړې، چې د تاجكستان پوځ به روزي او د خپل پوځ په شان به يې سمبالوي.
د تاجكستان دفاع وزير خيرالله اوف وايي، روسيې تراوسه د تاجكتسان له وسله والو ځواكونو سره ۴۱۰ ميليون دالر مرسته كړې ده.
په همدې وخت كې د افغانستان د بدخشان والي وياند عبدالمعروف راسخ د نشه يي توكو د قاچاق او ترهگرۍ په وړاندې مبارزه كې د تاجكستان او نورو شمالي گاونډ هېوادونو د همكارۍ هركلى كوي.
تاجكستان په داسې حال كې په خپلو پولو كې د روسيې ځواكونو د ماموريت موده وغزوله، چې دغه هېواد د افغانستان په شمال او په ځانگړي توگه بدخشان كې د وروستيو ناامنيو له امله اندېښنه لري او هغه د دغه هېواد لپاره د خطر زنگ گڼي .