تازه خبرونه
تاجکستان سږکال د ۸۲ میلیون ډالرو پر ارزښت افغانستان او ازبکستان ته برښنا صادره کړې
د تاجکستان رسنیو څرګنده کړې، چې دغه صادرات د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله نږدې درې میلیون ډالره کم شوي دي.
تاجکستان ويلي، د روان کال له جنورۍ څخه تر اګست پورې یې افغانستان او ازبکستان ته د ۸۲ میلیون ډالرو پر ارزښت برښنا صادره کړې ده.
د تاجکستان رسنیو څرګنده کړې، چې دغه صادرات د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله نږدې درې میلیون ډالره کم شوي دي.
له دغه وخت راپه دېخوا په تاجکستان کې د برښنا تولید ۱۵ اعشاریه ۴ میلیارډ کیلو واټ ساعتو ته رسېدلی، چې شاوخوا یو میلیارډ کیلو واټ ساعتونه یا ۶ اعشاریه ۵ سلنه صادرېږي. له دې کچې څخه ۸۰ سلنه یې افغانستان او پاتې ۲۰ سلنه یې ازبکستان ته صادره شوې ده.
تاجکستان په ۲۰۲۴ ز. کال کې له دغو دوه ګاونډ هېوادونو سره د برښنا د صادراتو تړونونه لاسلیک کړل. تاجکستان یوازې په اوړي کې ازبکستان ته برښنا صادروي؛ خو تر ډېره په مني او ژمي کې افغانستان ته برښنا صادريږي.
افغانستان د خپلې اړتیا ۷۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردوي.
له دې مخکې د دولتي تصديو عمومي رياست ويلي وه، چې د افغانستان برښنا شرکت په تېر يوه کال کې په ټوليزه توګه ۱ ميليون ۲۰۶ زره ۶۷۱ میګاواټه برښنا توليد کړې او له ګاونډ هېوادونو څخه يې ۵ ميليون او ۶۷۲ زره ۷۹۶ میګاواټه برښنا وارد کړې ده.
