تازه خبرونه
تاجکستان له افغانستان سره پخپله پوله ۲۰۰۰۰ نور سرتېري ځای پر ځای کوي
د تاجکستان ولسمشر له افغانستان سره پخپله پوله د زرګونه سرتېرو د ځای پر ځای کولو سپارښتنه په داسې حال کې کړې، چې د افغانستان د شمالي سیمو امنیتي حالت ورځ تر بلې خرابیږي.
د تاجکستان ولسمشرۍ ویلي؛ ولسمشر امام علی رحمان پوځ ته امر کړی، چې له افغانستان سره پولو ته نور ۲۰۰۰۰ سرتېري ځای پر ځای کړي.
د تاجکستان ولسمشر د ازبکستان او قزاقستان له ولسمشرانو سره هم د افغانستان د امنیتي وضعیت پر بدلیدو خبرې کړې دي.
د تاجکستان د ولسمشرۍ د څرګندونو له مخې؛ د خبرو په بهیر کې له مرکزي آسیا هېوادونو سره د افغانستان د پولو وضعیت د کړکېچ په توګه وارزول شو او د درېواړو هېوادونو مشرانو د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د ګواښونو د مخنیوي لپاره یې د پولې د ساتنې لپاره یې پر ګډو همکاریو ټینګار کړی دی.
له بلې خوا پرون یکشنبه د چنګاښ ۱۳ په بدخشان کې د طالبانو له بریدونو وروسته له ۱۰۰۰ ډېر افغان امنیتي او دفاعي سرتېري تاجکستان ته اوښتي دي.
آکیپرس څرګنده کړې، چې دغه سرتېري له هغې وروسته وتښتیدل، چې طالبانو د خووهان، شکاي، نوسي ، مایمي، شغنان او اشکاشم ولسوالۍ ونیولې.
یادې سرچینې زیاته کړې، چې د امنیتي ځواکونو ۱۰۳۷ کسان تاجکستان ته اوښتي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ هم ۳۰۰ افغان سرتېري له سختې جګړې وروسته تاجکستان ته اوښتي وه.