سوداگري

تاجکستان له افغانستان سره پر پوله د ګډ بازار جوړولو غوښتنه وکړه

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د دوه‌اړخیزو همکاریو پر زیاتېدا او د سوداګرو او پانګه‌والو لپاره د نویو فرصتونو پر برابرېدا خبرې کړې دي.

Published

on

 

د تاجکستان سفیر سعدي شریفي په کابل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له عمومي رییس سید کریم هاشمي سره په لیدنه کې ویلي؛ هېواد یې لېواله دی، چې د دواړو هېوادونو په پوله کې ګډ بازار جوړ کړي.

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د دوه‌اړخیزو همکاریو پر زیاتېدا او د سوداګرو او پانګه‌والو لپاره د نویو فرصتونو پر برابرېدا خبرې کړې دي.

د تاجکستان سفیر ویلي، د هېواد مشرتابه یې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د ګډو فعالیتونو لپاره د زمینې برابرولو غوښتونکی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په ګډه پوله کې ګډ بازار کولی شي د دواړو هېوادونو د وګړو او سوداګرو لپاره د راکړې ورکړې او اقتصادي تعاملاتو ډېر فرصتونه برابر کړي.

دغه راز د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس وړاندیز کړی؛ په لومړي ګام کې تاجکستان ته د لږ تر لږه ۱۰ افغان سوداګرو د یوه پلاوي د سفر زمینه برابره شي، چې په دې هېواد کې له سوداګریزو او پانګیزو فرصتونو سره بلد شي.

Trending

Exit mobile version