تازه خبرونه
تاجکستان هڅه کوي، چې د اپتا تړون غړی شي
د افغانستان د سوداگرۍ اوصنایعوخونه وايي، د تاجکستان هېواد هڅه کوي، چې د افغانستان اوپاکستان په ترا نزیتي تړون(اپتا) کې ځان ورداخل کړي.
د افغانستان خصوصی سکتورله حکومت څخه غوښتنه کوي، چې په دغه تړون کې باید نه یوازې تاجکستان، بلکې هند هم دا خل شي.
د سوداگرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی غواړي، چې په نويو تړونونو کې باید د هېواد ملي گټوته ډېره پاملرنه وشي.
د نوموړي په وینا؛ سره له دې، چې افغانستان له پاکستان سره د اپتا تړون هم لري؛ خو بیا هم هرکال د پاکستان افغان سوداگروته ۵۰۰ میلیون دالر تاوان اړوي .
د هيواد ملي سوداگر اتبار خان ځدران هم له افغان حکومت سره په اقتصادي برخه کي د پاکستان په همکارۍ شکمن دي؛ خو له افغان دولت څخه غواړي، چې له پاکستان سره د افغان سوداگرو دستونزو د حل لپاره په ټولو ړخو نو له سره کتنه وکړي.
افغان سوداگر وايي د انتقال د تشریح ،سکرین ټسټ، سرغوچ توکو او د کانتینرو د انتقال په برخو کې ستونزي شته، چې پاکستان يي تل د حل ژمنې د کاغذ پرمخ کوي او په عمل کې هیڅ نه تر سترگو کیږي.
سوداگر په حکومت غږ کوي، چې دا ستونزه باید په اساسی ډول حل کړي.