تازه خبرونه

تاجکستان به سبا د شپږ فوتبال لوبډلو کوربه وي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغان فوتبال پېنخلس کلنو ملي لوبډله به د مرکزي آسیا په سیالیو کې په لومړي ځل ګدون وکړي.

د افغانستان فوتبال ملي لوبډله نن د مرکزی آسیا په سیالیو کې د ګډون په موخه د تاجکستان دوشنبي ښار ته روانه شوه.

د هېواد فوتبال ملي لوبډله د ایران، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او تاجکستان له فوتبال لوبډلې سره لوبه لري.

د دغو سیالیو لومړي پړاو ته درې نړیوال داوران د قضاوت لپاره راغوښتل شوي دي.

د دغو سیالیو په پای کې به دوه غوره لوبډلې د آسیا زون د اتلانو په سیالیو کي د ګډون جواز ترلاسه کړي.

Trending

Exit mobile version