تازه خبرونه
تاجک پلاوي کابل ته خپل دوه ورځنی رسمي سفر بشپړ کړ
د ملي امنیت لپاره د تاجکستان دولتي کمیتې یو پلاوي د جمعې پر ورځ کابل ته په رسمي کاري سفر کې د دواړو هېوادونو او سیمې د امنیت د پیاوړتیا په اړه له لوړ پوړیو افغان چارواکو سره لیدلي دي.
دغه پلاوي د سایمومین یاتیموف په مشرۍ تېره ورځ د افغانستان د ولسمشر له لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي پخلاینې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله، له یو شمېر وزیرانو او د ولسمشر اشرف غني له امنیتي سلاکارانو سره وکتل.
د دواړو هېوادونو د امنیتی وضعیت وده، د سرحدونو ساتنه، د نړیوال تروریزم او افراطیت پر وړاندې مبارزه، د مخدره توکو قاچاق او نورو ننګونو او ګواښونو په اړه، چې د سیمې هېوادونه ګواښي؛ بحثونه او خبرې کړې دي.
دغه راز دواړو خواوو د مخابراتو، انرژۍ، امنیت او اقتصادي پروژو په اړه هم بحث کړی.
همدارنګه د دواړو هېوادونو مشرانو پرېکړه وکړه، چې د خوندي او دوستانه پولو د لرلو لپاره باید د چارواکو تر منځ منظمې او نږدې اړیکې او همکاري نوره هم پراخه شي.
د افغانستان او تاجکستان اړیکې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د نظام له رانسکورېدو وروسته نږدې او ټینګې شوې دي.
دغه دواړه هېوادونه ژورې فرهنګي اړیکې او ګډې امنیتې ګټې لري. افغانستان هڅه کوي، چې له خپل شمالي ګاونډ سره د اقتصادي ګټو لپاره خپله سوداګري پراخه کړي او تاجکستان هم یو باثباته افغانستان غواړي، چې سرحد یې د مخدره توکو له قاچاقه خوندي وي او د ترهګریزو فعالیتونو او ګواښونو مخنیوی وکړي.
تاجکستان د افغانستان په شمال ختیځ کې پروت هېواد دی، چې د بدخشان، تخار، کندوز او بلخ ولایتونو سره ګډې پولې لري.