تازه خبرونه

تاريخ به له ولس سره د اسلامي امارت رښتينولي او بې کچې مينه ثابته کړي – سراج الدین حقاني

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۹, ۱۴۰۲)

 

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني، د پکتیا په شواک ولسوالۍ کې د یونس جامع جومات د پرانیستې په مراسمو کې د ولس او قومونو پر يووالي د ټينګار تر څنګ ویلي؛ يو شمېر لوري د اسلامي امارت پر ارادې تور پورې کوي؛ خو تاريخ به له ولس سره د اسلامي امارت رښتينولي او بې کچې مينه ثابته کړي.

سراج الدین حقاني زیاته کړې؛ له یرغلګرو سره د مبارزې پرمهال بهرنیو مونږ ته د وطن ورانوونکیو خطاب کاوه؛ خو اسلامي امارت د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د رغنيزو پروژو پر پلی کولو وښودله، چې امارت د هېواد ورانوونکی نه، بلکې جوړوونکی دی.

نوموړي په دې اړه زياته کړې؛ د اسلامي امارت رهبرۍ د حج او اوقافو په ګډون يو شمېر وزارتونو ته لارښوونه کړې، چې مسافرو او عامو هېوادوالوته د آسانتيا رامنځته کولو لپاره د لویو لارو او حلقوي سړکونو په اوږدو کې جوماتونه جوړ او ورغوي.

حقاني ويلي، چې مونږ په لویو خبرو او ژمنو نه، بلکی پر دین د ننګې، نېک چلند او نرمۍ له کبله آمرين ټاکل شوي یوو. څومره، چې متحد او منسجم و‌اوسو؛ هومره به مو دښمنان مغلوب وي.

په دې اړه په جوړوشوو مرسمو کې قومي مشر رحمت الله د هېواد په رغنيزو چارو کې د سراج الدین حقاني ھڅې و ستايلې او وایي، چې د هېواد له آزادۍ او د مبارزې له بريا وروسته د اسلامي امارت ټول مشران د هېواد رغونې او د قومونو ترمنځ يووالي رامنځته کېدو پياوړی هوډ لري.

د پکتيا ولایت مرستيال والي انعام الله ويلي: مونږ د هېواد او هېوادوالو اړتیا احساسوو، د ولس د ستونزو اواری او د هېواد آبادي مو دنده ده.

دغه جومات د کورنیوچارو وزارت د رهبرۍ پر سپارښتنه او د یوه سوداګر ورور له لوري د پېنځلس میلیون افغانیو پر مالي لګښت جوړ شوی، چې پر يو وخت د ۴۰۰ لمونځ کوونکو د ځایېدو وړتیا لري.

Trending

Exit mobile version