سیمه ییز خبرونه

تاسوعا الله پاك ته د عبارت او صبر ورځ ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ديني عالم  سيد محمد اسدي وايي:

د محرم د مياشتې نهمه د تاسوعا په نوم ياديږي. په دې ورځ د عبيدالله ابن زياد په مشرۍ يو سمبال لښكر له كوفي څخه كربلا ته داخل او شمر د ابن زياد ليك له ځان سره راووړ. د شام لښكر حسين عليه سلام كمزورى وگاڼه او دا سې يې وگڼله، چې عراقيان به ورسره مرسته ونه كړي.

په دې ورځ حسين(ع) او اصحاب يې په كربلا كې كلابند او د شام لښكر د هغه د وژلو لپار راغونډ شول.

پر حضرت حسين(ع) او يارانو يې اوبه او خوراكي توكي بند شول او پوهيده، چې نور؛ نو ژوندي نه پاتې كيږي، د دښمن له لښكر څخه يې يوه ورځ نور وخت هم وغوښت.

عمر بن سعد د امام حسين ع غوښتنه ومنله او هغه ته يې پيغام وركړ، چې يوه شپه وخت يې وركړى، خو كه سبا يې د امير اطاعت ونه كړ؛ نو پرْكړه به په توره كوي.

د همدې ورځې په مازيگر امام حسين(ع) د يوې خطبې په لوستلو له اصحابو سره خپله وفاداري اعلام او تر سهاره پورې ټولو عبادت او صبر څرگند كړ.

ديني عالمه حميده احمدي وايي:

حضرت حسين(ع) له خپلو يارانو سره يوځاى د همدې مياشتې له اوومې د اوبو او خوراكي توكو له قحطۍ سره مخ ول.

په همدې ورځ نسبي آرامي حاكمه شوه او دواړه لښكر خپلو خيمو ته ستانه او دواړو د عاشورا يا محرم د لسمې ورځې په تمه شول.

Trending

Exit mobile version