تازه خبرونه
تاشکند د افغانستان په شمال کې د ازبکي شرکتونو پر امنیتي تدابیرو اندېښنه ښودلې
ازبکستان د افغانستان له حکومته غوښتي، چې د دې هېواد د شرکتونو د کارمندانو امنیتي تدابیرو ته پوره پام راواړوي.
دا اندېښنه هغه مهال راپورته شوه، چې تېره اوونۍ په بلخ کې د ازبک د اوسپنیزې کرښې شرکت پر یوه کارکوونکي او ساتونکي برید رامنځته شو.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د دغه برید په اړه له خپل افغان سیال حنیف اتمر سره هم تیلیفوني خبرې کړې دي.
ویل کیږي، چې حنیف اتمر د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي، چې افغانستان به د برید په اړه پلټنه وکړي او عاملین به یې د قانون منګولو ته وسپاري.
د مرکزي آسیا ترند خبري آژانس د ازبک دولتي اوسپنیزې کرښې شرکت د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د ناپېژاندو وسلوالو لخوا د ازبک اوسپنیزې کرښې شرکت ساتونکی وژل شوی او یو ازبک څانګوال ټپي دی، چې روغتون ته لیږدول شوی دی.
افغانستان د هېواد په شمال کې له ازبکستان سره ګډه پوله لري، چې له تېرو څو کلونو راپدیخوا هلته د اوسپنیزې کرښې د جوړولو په ګډون پر یو لو بېخبنایي پروژو کار کوي.
