تازه خبرونه

اسلامي همکاریو ټولنې او ازبکستان په افغانستان کې د بشري کړکېچ پر حل ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۴, ۱۴۰۲)

د اسلامي هېوادونو همکاریو ټولنې او د ازبکستان ځانګړي استازي په افغانستان کې د بشري او اقتصادي کړکېچ د حل پر هڅو  او خبرو اترو ټینګار کړی دی.

د جمعې په ورځ د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند ښار کې د افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو همکاریو ټولنې د ځانګړي استازي طارق علي بخیت او د افغانستان لپاره د ازبکستان د ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف ترمنځ غونډه وشوه.

د اسلامي همکاريو ټولنې د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لوریو د غړیو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د شورا له‌خوا د صادرو شويو پرېکړه ليکونو له مخې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ په خاطر د اسلامي همکاريو ټولنې او ازبکستان د هڅو په باب خبرې وکړې.

دواړو لوریو همدا راز په افغانستان کې د بشري او اقتصادي کړکېچ د کمولو او له اسلامي امارت سره پر بېلابېلو موضوعاتو د رغنده خبرو اترو د ترسره کولو لپاره د همغږۍ، مشورې او همکارۍ پر اړتیا ټینګار څرګند شو.

Trending

Exit mobile version