سیمه ییز خبرونه

تایلینډ او چین د دواړو هېوادونو ترمنځ ویزه له منځه وړي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۲, ۱۴۰۲)

د تایلینډ لومړي وزیر سریتا تاویسین د سې شنبې پر ورځ څرګنده کړه، چې تایلینډ او چین به د مارچ له میاشتې څخه د دواړو هېوادونو د وګړیو لپاره د ویزې اړتیاوې له منځه لرې کړي.

رویټرز راپور ورکړی؛ د سویل ختیځې آسیا دا هېواد، چې اقتصاد یې پر سیاحت تکیه دی د سپتمبرپه میاشت کې یې د چینایي سیلانیانو لپاره د روان کال تر فبرورۍ پورې د ویزې شرایط لغو کړل.

سریتا تاویسین خبریالانو ته ویلي؛ دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي پراخې کړي.

د حکومتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ معلوماتو ښودلې.په ۲۰۲۳ کې تایلینډ د ۲۸ میلیون بهرنیو سیلانیانو هرکلی کړی، چې دا شمېر له ټاکلې موخې لږ څه پورته دی او یو اعشاریه دوه ټریلیون باټ ( ۳۴ اعشاریه ۹۳ میلیارد ډالرو) عاید يې ترې راټول کړی دی.

له تایلینډه د مالیزیا خلکو ډېره لیدونه کړې، چې شمېر یې ۴ اعشاریه ۶ میلیون لیدونکیو ته رسیږي. دغه راز له چین څخه هم ۳ اعشاریه ۵ میلیون کسانو تایلینډ ته پر سفر راغلي دي.

Trending

Exit mobile version