نړۍ
تایوان د رښتر پر کچه ۷ اعشاریه ۲ درجې زلزلې ولړزاوه
سیمه ییزو سرچینو د یکشنبې پر ورځ په تایوان کې د رښتر پر کچه د ۷ اعشاریه ۲ درجې زلزلې له رامنځته کېدو خبر ورکړی، چې په پراخه کچه ویجاړی یې رامنځته کړی.
له زلزلو وروسته د جاپان حکومت په دې هېواد کې له سونامي خبرداری ورکړی دی.
د دغې زلزلې له کبله د اوښتو تلفاتو او ویجاړیو په اړه نور جزئیات اوس ندي خپاره شوي.
د امریکا د ځمکپوهنې ادارې څرګنده کړې، چې د یکشنبې پر ورځ یوې قوي زلزلې د تایوان سویل ختیځ ساحل ولړزاوه، چې په پایله کې یې د ویجاړۍ خبر ورکړ شوی او د سونامي خبرداری هم ورکړ شوی دی.
د رسنیو د څرګندونو له مخې، دغه زلزله د تایتونګ ښار د شمال په په څه نا څه ۵۰ کیلومترۍ د ۱۰ کیلومترو پر ژوروالي رامنځته شوې ده.
د رښتر پر کچه د دې زلزلې لومړنۍ کچه ۷ اعشاریه ۲ وه؛ خو د امریکا د ځمکپوهنې ادارې یې کچه ۶ اعشاریه ۹ اعلان کړه.
د شنبې پر ورځ د رښتر پر کچه ۶ اعشاریه ۶ درجې زلزلې دا سیمه ولړزاوله او له هغې وروسته په یوه کم نفوسه غرنۍ او کلیوالي سیمه کې څو زلزلو لږ څه زیانونه رامنځته کړل؛ خو د یکشنبې د ورځې زلزله ډېره ځواکمنه وه.
له زلزلې وروسته د جاپان د هوا پېژندنې ادارې تایوان ته څېرمه په پرتو ټاپوګانو کې له سونامي خبرداری ورکړ.
د دغې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ تمه ده، چې له غرمې وروسته څلور بجې د یو متر پر لوړوالي څپې راورسېږي.