تازه خبرونه
تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې بریدونه کوي – راناثناءالله
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله یو ځل بیا ادعا کړې، چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه کوي.
د تحریک طالبان پاکستان فعالیت ظاهراً د اسلامآباد لپاره یوه لویه ستونزه ګرځېدلې ده.
له همدې کبله کله، چې د دغې ډلې د فعالیت خبره راپورته کېږي؛ پاکستاني چارواکي د تور ګوته کابل ته نیسي او وايي، چې دغه ډله له افغانستان څخه د پاکستان پر ضد بریدونه کوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر راناثناءالله ویلي: د افغان حکومت دریځ دا دی، چې مونږ د پاکستاني حکومت پر ضد د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ نهکوو؛ خو په اړه یې شکایتونه لرو. د دې ډلې کسان له افغانستان څخه پاکستان ته ننوځي. نږدې دوه میاشتې وړاندې یې مونږ ته وویل، چې مونږ به دوی له پولې څخه لرې انتقال کړو، چې پر پاکستان برید ته لاس رسی ونهلري.
اسلامي امارت د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر د دغو نویو څرګندونو په اړه څه نهدي ویلي؛ خو له دې وړاندې یې په افغانستان کې د پاکستانيو طالبانو شتون او فعالیت رد کړی دی.
اسلامي امارت په وار وار ټینګار کړی؛ هیچا ته به اجازه ورنهکړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد ورکاروي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت یو لوړ پوړي پلاوي څه باندې یوه میاشت مخکې پاکستان ته تللی و او په اسلامآباد کې یې د دغه هېواد له چارواکو سره په لیدنه کې پر سولې، دیپلوماتیکو اړیکو او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی و.