سیمه ییز خبرونه

تخار د كرنې رياست د ځنگلونو پر پري كولو اندېښنه ښيي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ارزونې ښيي، چې په روان كال كې د تخار ولايت د يوشمېر سيمو د ځنگلونو د پرې كولو كچه لوړه شوې ده.

په تېرو څو كلونو كې د هېواد په ختيځو ولايتونو كې د ځنگلونو پرې كول يوه جدي ستونزه وه؛  خو اوس اوس د تخار د كرنې رياست هم خبردارى وركوي، چې د دغه ولايت په ځينو ولسواليو كې د ځنگلونو پرې كول زيات شوي دي.

د تخار د كرنې رييس محمد سالم ساعي وايي:

د خواجه بهاوالدين، ينگي قلعه او دشت قلعه په ولسواليو كې د ځنگلونو پرې كول زيات شوي دي.

كه امنيتي بنسټونه د ځنګلونو د پري كولو په مخنيوي كې جدي اقدام ونه كړي د دې ويره شته چې په تخار كې ځنګلونه له منځه لاړشي او چاپېريال به وگواښي.

نوموړي د دغه ولايت له اوسيدونكيو هم وغوښتل، چې د ځنگلونو په ساتنه كې دې همكاري وكړي.

هغه په دې برخه كې يوه ستونزه د پرسونل لږوالى گڼي.

ځنگلونه، چې يوه ملي سرمايه گڼل كيږي د گرځندوى صنعت په وده او د چاپيريال په پاكوالي كې مهم رول لوبوي، خو د لرگيو قاچاقگرو  په تېرو څو كلونو كې د هېواد سلگونه زره هكتار ځنگلونه وهلي دي.

Trending

Exit mobile version