سیمه ییز خبرونه
تخار د كرنې رياست د ځنگلونو پر پري كولو اندېښنه ښيي
ارزونې ښيي، چې په روان كال كې د تخار ولايت د يوشمېر سيمو د ځنگلونو د پرې كولو كچه لوړه شوې ده.
په تېرو څو كلونو كې د هېواد په ختيځو ولايتونو كې د ځنگلونو پرې كول يوه جدي ستونزه وه؛ خو اوس اوس د تخار د كرنې رياست هم خبردارى وركوي، چې د دغه ولايت په ځينو ولسواليو كې د ځنگلونو پرې كول زيات شوي دي.
د تخار د كرنې رييس محمد سالم ساعي وايي:
د خواجه بهاوالدين، ينگي قلعه او دشت قلعه په ولسواليو كې د ځنگلونو پرې كول زيات شوي دي.
كه امنيتي بنسټونه د ځنګلونو د پري كولو په مخنيوي كې جدي اقدام ونه كړي د دې ويره شته چې په تخار كې ځنګلونه له منځه لاړشي او چاپېريال به وگواښي.
نوموړي د دغه ولايت له اوسيدونكيو هم وغوښتل، چې د ځنگلونو په ساتنه كې دې همكاري وكړي.
هغه په دې برخه كې يوه ستونزه د پرسونل لږوالى گڼي.
ځنگلونه، چې يوه ملي سرمايه گڼل كيږي د گرځندوى صنعت په وده او د چاپيريال په پاكوالي كې مهم رول لوبوي، خو د لرگيو قاچاقگرو په تېرو څو كلونو كې د هېواد سلگونه زره هكتار ځنگلونه وهلي دي.