بی بی سی پښتو

تخار کې ۱۵ پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱, ۱۳۹۹)
BBC
د تخار ولایت خواجه بهاوالدین ولسوالي.

د افغانستان شمال کې د تخار ولایت چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه د دغه ولایت په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې د پاڅونوالو په پوستو بریدونه کړي چې له امله یې ۹ پاڅونوال وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.

د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر وايي، طالبانو په لاله ګذر او جرګذر سیمو کې د ملک تاتار په پوستو دا برید کړی دی.

اسیر وايي نښته د شپې یوه بجه پیل شوه چې تر دوه ساعتونو پورې یې دوام وکړ.

له یوې میاشتې راهیسې د ولسي پاڅونوالو د قوماندان ملک تاتار پر پوستو د طالبانو دا درېیم خونړی برید دی چې تر اوسه یې لږ تر لږه ۳۰ پاڅونوالو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

ده یوه ورځ له هغه وروسته ده چې د افغانستان دفاع وزارت وویل، وسلوالو طالبانو د کندوز ښار د نیولو برید یې په شا تمبولي.

د دې وزارت سرپرست وویل، پر کندوز ښار په برید کې یې پنځوس طالبان وژلي دي.

خو طالبان وايي، دې برید کې یې یوازې پنځه وسلوال وژل شوي دي.

دوی دا هم ویلي چې شل حکومتي سرتېري یې وژلي او همدارنګه یې حکومت تورن کړی چې د کندوز علي اباد ولسوالۍ کې یې د ولسي وګړو لېږدوونکې کښتۍ په نښه کړې او چاردره ولسوالۍ کې یې پر طبي مرکز بمبار کړی دی.

ځايي ولسوال هم وايي چې دې هوايي برید کې څو ولسي وګړي وژل شوي دي.

له بلې خوا ولسي جرګې د وروستیو پېښو له امله د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت لوی مشر غونډې ته ور غوښتي و، خو یو هم ورغلی نه و او دې کار د جرګې وکیلان غوسه کړل.

ولسي جرګې په امنیتي بنسټونو نیوکې کړې چې د وضعیت په کابو کولو نه دي توانېدلي.

ولسي جرګې ټینګار کړی چې حکومت دې د امنیت ټینګښت په موخه په امریکا فشار راوړي چې د امنیتي تړون ته ژمنه پاتې شي.

Trending

Exit mobile version