سیمه ییز خبرونه
تراوسه هم په افغانستان كې اته ميليون تنه نالوستي دي
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، چې په تېرو يوولس كلونو كې څلور ميليون كسان د ليك لوست جوگه شوي دي.
د پوهنې وزير فاروق وردگ زياتوي، چې غواړي تر ۲۰۲۰ م كال پورې په لويانو كې د سواد كچه شپېته سلنې ته لوړه كړي.
دغه راز جاپان د پوهنې له وزارت سره د سواد زده كړې پروگرام د درېيم پړاو د پلي كيدو په موخه شل ميليون دالر مرسته كوي.
ښاغلي فاروق وردگ په ډاگه كړه، دا پروگرام به په اتلس ولايتونو كې د درې كلونو په بهير كې پلى او ۴۰۰ زره كسان به د سواد له نعمته برخمن شي.
په افغانستان كې د يونسكو سازمان مشر دا يو گټور پروگرام گڼي او ډاډ ښيي، چې په پلي كيدو به يې په اړوند سيمو كې د نالوستو كسانو شمېر راټيټ شي.
په افغانستان كې د يونسكو سازمان مشر فونتاني وايي:
زه هيله لرم، چې د دغه پروگرام په پلي كيدو به د افغانستان هغه ۵۰ سلنه خلك ، چې نالوستي دي د سواد له نعمته او له بېلابېلو حرفوي زده كړو برخمن شي. يونسكو تل هڅه كوي، چې په دا ډول پروگرامونو كې له افغانستان سره ملاتړ وكړي.
د سواد د زده كړې دا پروگرام په ۲۰۰۸م كال كې دوه پړاوه د هېواد په ۱۵ ولايتونو كي پيل شوى او د ۶۰۰ زره كسانو څخه، چې ډېري يې ښځي دي تر پوښښ لاندې را غلې دي.