سیمه ییز خبرونه
تركيې د افغانستان د كانونو پر استخراج پانگونې ته چمتوالى وښود
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د تركيې د انرژۍ او طبيعي منابعو وزير وايي، چې:
تركي خصوصي كمپنۍ تيارې دي، چې په پرمختللې تكنالوژۍ په افغانستان كې د تېلو او گازو د استخراج په برخو كې پانگونې وكړي.
د تركيې د انرژۍ وزير تانر يلدز په كابل كې د شنبې په ورځ(د كب ۱۲) يوې خبري ناستې ته وويل:
مونږ تيار يو په هغو برخو كې همكاري وكړو او ډاډمن گامونه اوچت كړو، چې د افغانستان د اوضاع له ښه والي سره مرسته كولى شي.
د افغانستان د كانونو وزير وحيد الله شهراني وايي، چې:
تركيه له افغانستان سره دوستانه اړيكې لري او د افغانستان د كانونو او طبيعي زيرمو د استخراج په برخه كې د دغه هېواد پانگونه ډېره اغېزمنه تماميږي.
د افغانستان د كانونو وزارت ټينگار كړى، چې د همدې پرمختگونو په ترڅ كې به تر راتلونكيو دوه مياشتو پورې د افغان- تاجيك د نفتي حوزې د استخراج تړون له يوې تركي كمپنۍ سره لاسليك شي.