نړۍ
تركيې د ليبيا د مشر قذافي پنا غوښتنه رد كړه
د تركيې د بهرنيو چارو وزيرهغه خبرونه رد كړل، چې گواكې معمرالقذافي له دغه هېواد څخه پنا غوښتنې ده.
هغه له يوه تركي ټلويزيون سره په مركه كې ويلي، چې د ليبيا انتقالي شورا غړي محمود جبريل تركيه له هغه څه خبره كړې، چې په ليبيا كې تيريږي.
بل خوا د ليبيا په پلازمېنه كې تراوسه هم د معمرالقذافي د ملاتړو او مخالفينو ترمنځ نښتې دوام لري .
د تركيې د بهرنيو چارو وزيراحمد داود اوغلو له تركيې څخه د معمرالقذافي د پنا غوښتنې خبرونه رد كړي دي.
هغه هيله ښودلې، چې:
په ليبيا كې نوى سياسي وضعيت د قانون، شفافيت، ډيموكراسۍ او بشري حقونو پراساساتو ولاړ او د انتقال چارې به په سوله ييزه توگه عملي شي.
اوغلو ټينگاركړى:
د سولې تضمين ورته گران دى او په دې هيواد كې به هر ډول سياسي تېروتنه د لويو ستونزو لامل شي.
دا په داسې حال كې ده چې د ليبيا د انتقالي شورا يوه چارواكي ويلي، چې:
د مخالفينو د رهبرۍ مركز له بنغازي څخه طرابلس ته انتقال شوى او اجرائيوي كميټې پكار پيل كړى دى.
رپوټونه وايي، چې:
تراوسه هم د طرابلس په شاوخوا كې د دواړو لوريو ترمنځ نښتې دوام لري او روغتونونه له ټپيانو ډك دي.
رپوټونه وايي، چې:
د ښار په ځينو سيمو كې داسې مړي هم ليدل شوي، چې لاسونه يې ترشا تړلي او پر سر په مرميو ويشتل شوي دي.نړيوالو سازمانونو له دواړو لوريو غوښتي، چې د يو بل له بنديانو سره ناوړه چلند ونه كړي.