سیمه ییز خبرونه
تركي چارواكي له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټينگار كوي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د هېواد په شمال كې د تركيې د مرستو د همغږي مسوول كمال قادر وايي:
تركيه د جاپان د كنفرانس پر بنسټ، چې له افغانستان سره مرستو ته ځانگړى و، له ۲۰۱۵م كال وروسته به له افغانستان سره د كال ۱۵۰ ميليون دالرو مرسته وكړي.
ښاغلى قادر همدا راز وايي، په نږدې راتلونكې كې به د مولانا مدرسه، چې د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ كې ده، د تركيې د مرستو د همغږۍ د رياست له خوا په اساسي ډول سره بيا رغاول كيږي او جوړيږي، چې ډېر ژر به يي په پرمختللې توگه د جوړولو كار داوطلبي ته وړاندې كړو.
تركيه په جوزجان كې د بيا رغاونې ولايتي ډله لري او خپلې زياتې مرستې يي بلخ، سرپل او جوزجان ته ځانگړې كړي دي.