تازه خبرونه

ترمپ او غني تیلیفوني غږیدلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا د متحده ایالاتو نوي ټاکل شوي ولسمشر تېره ورځ له افغان ولسمشر اشرف غني سره تیلیفوني خبرې کړي دي.

د رویتر خبري سرچینې د ترمپ د لیږد ډلې د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ دواړو خواوو د ترهګرۍ د ګواښونو په اړه،  چې دواړه دولتونه ور سره مخ دي بحث او خبرې کړي دي.

د افغانستان ولسمشرۍ دفتر رسماً ومنله، چې ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه د امریکا متحده ایالاتو له نوي غوره شوي ولسمشر دونالد ترمپ سره تیلیفوني خبرې وکړې.

دواړو مشرانو ژمنه کړې، چې له نږدې به د ترهګرو د مخ په ډېریدونکي ګواښ په وړاندې ګډ کار او مبارزه وغزوي.

د ارګ د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني دونالد ترمپ ته په ټاکنو کې د بریالیتوب مبارکي وړاندې کړې او په ډاګه کړې یې ده، چې د افغان- امریکا تر منځ اړیکې د ګډو ګټو د ستراتیژیکو موخو پر بنسټ ولاړې دي او هیله ده، چې د ترمپ په ولسمشرۍ کې دغه اړیکې نورې هم وغزیږي او د افغانستان د طبعیي زیرمو د راسپړنې په اړه ډاډمن ګامونه پورته کړي.

د خبرپاڼې له مخې؛ د امریکا غوره شوي ولسمشر ډاډ څرګند کړی، چې په خپله ټوله دوره کې به د افغانستان د طبعیي زیرمو او په ځانګړي توګه د کانونو د ودې او پراختیا له پاره نه یوازې هڅې او همکاري کوي، بلکې د ملي او دفاعي ځواکونو د ځواکمنولو تر څنګ به د دغه هېواد له خلکو او دولت سره خپلې مرستې او همکارۍ نورې هم وغزوي.

ترمپ دا ډاډ هم ورکړی، چې د افغان دولت هره غوښتنه به له ارزونې وروسته د امریکا له ملاتړه برخمنه وي.

دغه راز د خبرو په دې لومړني پړاو کې دونالد ترمپ ولسمشر غني ته د سفر بلنه ورکړه، چې پر دوه اړخیزو اړیکو له نږدې د ډاډ وړ بنسټیزې او هر اړخیزې خبرې تر سره شي.

ولسمشر غني هم له ترمپه وغوښتل، چې په یو مناسب وخت کې افغانستان ته سفر وکړي.

ولسمشر ترمپ هم  په افغانستان کې له خپلو ځواکونو څخه د لیدنې هیله وښوده او څرګنده یې کړه، چې دغه هیله به ډېر ژر پوره کړي.   

Trending

Exit mobile version