تازه خبرونه
ترمپ به له افغانستان څخه د ځواکونو وتل ګړندي کړي – راپور
امریکايي رسنیو څرګنده کړې؛ شونې ده، چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر ګړندي کړي.
د دغو راپورونو له مخې؛ د پنتاګون یا د امریکا د دفاع وزارت چارسمبالي کریستوفر میلر په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور سخت مخالف د یوه لوړ پوړي سلاکار په توګه ټاکلی دی.
راپورونه ښیي، چې ترمپ له پخوا څخه په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور مخالفت کاوه او اوس، چې تر ۷۰ ورځو په سپینه ماڼۍ کې پاتې دی؛ غواړي په دې اړه خپلې ژمنې پلې کړي.
ترمپ په دې وروستیو ورځو کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو سخت مخالفت کوونکی دفاع وزیر مارک سپیر ګوښه کړ او چارې یې نوي چارسمبالي کریستوفر میلر ته وسپارلې، چې په افغانستان کې د پوځي حضور مخالف دی.
د یادو سرچینو د راپورونو له مخې؛ مارک سپیرله افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د ژر وتلو مخالفت کړی و.
له دې مخکې ترمپ ویلي وه، چې د روان کال تر پایه به له افغانستان څخه ټول امریکایي سرتېري وباسي او کریسمس به په کورونو کې له خپلو خپلوانو سره نمانځي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکي جوبایدن د خپل کمپاین پرمهال ویلي وه، چې هغه به په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره یو کوچنی ځواک وساتي.
